د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ لومړۍ شل اوریزو سیالۍ نن ماښام پېل کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ د لومړي شل اوریزو سیالیو لړۍ نن ماښام د هند په راجیو ګاندي لوبغالي کې اوه بجې پېل کیږي.

دغه سیالۍ چې د افغانستان په کوربه توب د هند په دهرادون ښار کې ترسره کیږي، افغانستان سره به د بنګلدیش پر وړاندې د لومړي شل اوریزو لړۍ ګټلو چانس وي.

د بنګلدیش لوبډلمشر شکیب الحسن چې اوسمهال د نړۍ له غوره آلراونډرانو څخه دی څو ورځې وړاندې ددغې لړۍ لپاره د افغانستان لوبډله د راشد خان او مجیب ځدراڼ په شتون غوره کرځولې وه، او ویلي یې وو چې دده لپاره د بنګلدیش په پرتله افغانستان د خوښې لوبډله ده.

افغانستان لوبډله که څه هم یو شمېر سوکه توپ اچونکي لري، خو د دولت ځدراڼ په نه شتون یو ځل بیا د چټک توپوهونکو له قحط سره مخ شوې ده.

دوه ورځې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ یوه تمریناتي سیالۍ ترسره شوه چې د افغانستان الف لوبډل ېد بنګلدیش لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه، په دغه لوبه کې حضرت الله ځاځي ۶۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې، چې له هغه وروسته د بنګلدیش پر وړاندې په ملي لوبډله کې ځای ورکړل شو.

د ننۍ سیالۍ لپاره د افغانستان احتمالي یوولس کسیزه لوبډله:

محمد شهزاد، حضرت الله ځاځی، اصغر ستانکزی، نجیب ځدراڼ، شفیق الله شفق، درویش رسولي، محمد نبي، راشد خان، مجیب ځدراڼ، شاپور ځدراڼ او افتاب عالم.

د بنګلدیش احتمالي یوولس کسیزه لوبډله:

تمیم اقبال، سومیا سرکار، شکیب الحسن، لیټن ډاس، مشفیق الرحیم، محمد الله، صابر رحمن، مصدق حسین، مهدي حسن، روبي الحسین، او ابو الحسن.