افغانستان

ښوونځيو کې د نوم لیکنې مرکزونو پوهنیز بهیر ټکنی کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د مشرانو جرګې غړي وایي په ښوونځيو کې د نوم لیکنې د مرکزونو پرانیستې د پوهنې وضعیت ګډوډ کړی دی.

د دې جرګې غړې سهییلا شریفي وویل، د نا امنیو، بریدونو او جګړو له امله د ښوونځيو زده کوونکي زړه توري شوي دي.

د مشرانو جرګې نایب منشي محمد فیصل سمیع پر ټاکنیز کمیسیون غږ وکړ، چې د ښوونځیو بر ځای باید یو بل بدیل د ټاکنیزو مرکزونو لپاره پیدا کړي.

د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه د وري میاشتې په ۲۵مه چې د ښوونیز کال ۲۳مه ورځ وه، پیل شوې چې مرکزونه يې په ښوونځیو او مسجدونو کې پرانیستل شوي، چې له پیله ورسره ګڼې اندېښنې ملګرې وي.

د پوهنې وزارت مسؤلین هم په دې اړه ندېښنې نه ردوي، د دې وزارت مطبوعاتي مسؤل کبیر حقمل وايي له کورنیو چارو وزارت سره يې خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وویل، دې مرکزونو زده کوونکو ته روحي ستونزې پیدا کړې چې باید په بدیلو لارو يې غور وشي.

دا په داسې حال کې دی چې عام ولس له پیله مسجد او ښوونځی د نوم لیکنې د مرکز په توګه نا مناسب بللی او خواله رسنیو کې د دولت دا اقدام وغندل شو، خو پر وخت مسؤلینو کوم غبرګون ونه ښود.

پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو د ترسره کېدو نېټه، د روان کال د تلې ۲۸مه ټاکل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x