fbpx

انګلستان پاکستان ته په یوه پاڼۍ او ۵۵ منډو ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د انګلستان او پاکستان ترمنځ په دویمه ټیسټ سیالۍ کې انګلستان پاکستان لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۵۵ منډو په لرلو ستره ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ چې پاکستاني لوبغاړي لومړی په توپوهنه او بیا په توپ اچونه کې ناکام شول، ونشو کړای په دوه پاڼیو کې د انګلستان د یوې پاڼۍ منډې پوره کړي.

په دې لوبه کې پچه پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه چې توپوهونکي یې ناکام شول خو په وروستي وخت کې شاداب خان چې عموما توپ اچونکی دی نیمه سلیزه ووهله او لوبډله یې تر ۱۷۴ منډو ورسوله.

په ځواب کې انګلستان لوبډلې ښه توپوهنه ترسره کړه، او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۳۶۳ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا جویس بټلر زیاتې ۸۰ منډې جوړې کړې، نوموړی په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

پاکستان ته په دویمه پاڼۍ کې لومړی د انګلستان ۱۸۹ منډې پوره کول وو او بیا هدف ټاکل، خو له وخت وړاندې پاکستاني لوبغاړي وسوځېدل او ویې نشو کړای د انګلستان ټاکلې زیاتې منډې هم ورپوره کړي او ټول لوبغاړي یې په ۱۳۴ منډو جوړولو وسوځېدل او د یوې پاڼۍ او ۵۵ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.

له دې وړاندې په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې پاکستان لوبډلې انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه، چې په دې سره یې د ټیسټ سیالۍ یو-یو مساوي شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د