افغانستان بنګلدیش ته د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ سیالۍ کې لومړی افغانستان توپوهونه ترسره کړه چې په ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۷ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا اوپنر توپوهونکي محمد شهزاد او عثمان غني ښکلې لوبه ترسره کړه، چې لومړۍ ویکټه یې په نهم اور کې د ۶۲ منډو په جوړولو له لاسه ورکړه.

عثمان غني ۲۶ او شهزاد ۴۰ منډې جوړې کړې، خو له دوی وروسته نجیب ځدراڼ او محمد نبي پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې او پر لوبډله فشار زیات شو.

سمیع الله شینواري او اصغر ستانکزي ښه ملګرتیا وکړه، چې سمیع شینواری ښه وځلید او د ۳ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسرته یې په ۱۸ توپونو چټکې ۳۶ منډې جوړې کړې.

همدا ډول شفیق الله شفق هم په وروستي اورونو کې ۳ اسمان څکې شپږیزې او ۱ څلوریزه ووهله چې یوازې په ۸ توپونو یې چټکې ۲۴ منډې جوړې کړې، راشد خان د لوبې په وروستي توپ شپږیزه ووهله.

په پای کې افغانستان لوبډلې بنګلدیش ته په ۲۰ اورونو کې ۱۶۸ منډې هدف وټاکه، چې بنګلدیش لوبډلې ته د راشد خان او مجیب ځدراڼ تاوونکو توپ اچونو په شتون ټاکلی هدف پوره کول ستونزمن بریښي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د