افغانستان په لومړۍ سیالۍ کې د بنګلدیش پر وړاندې بریا خپله کړه / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): افغانستان په لومړۍ سیالۍ کې د راشد خان په غوره توپ اچونه بنګلدیش لوبډلې ته د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان توپ اچونکو یو ځل بیا افغانستان ته بریا ورکړه، چې په کې راشد خان، مجیب ځدراڼ او محمد نبي او شاپور ځدراڼ ځلیدونکي توپ اچونه ترسره کړه.

مجیب د لوبې په لومړي توپ د تکړه لوبغاړي تمیم اقبال ویکټ ترلاسه کړه چې مخالف لوبډله یې له سخت فشار سره مخ کړه.

ننۍ لوبه کې لومړی توپوهنه افغانستان لوبډلې ترسره کړه چې په ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۷ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا اوپنر توپوهونکي محمد شهزاد او عثمان غني ښکلې لوبه ترسره کړه، چې لومړۍ ویکټه یې په نهم اور کې د ۶۲ منډو په جوړولو له لاسه ورکړه.

عثمان غني ۲۶ او شهزاد ۴۰ منډې جوړې کړې، خو له دوی وروسته نجیب ځدراڼ او محمد نبي پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې او پر لوبډله فشار زیات شو.

سمیع الله شینواري او اصغر ستانکزي ښه ملګرتیا وکړه، چې سمیع شینواری ښه وځلید او د ۳ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسرته یې په ۱۸ توپونو چټکې ۳۶ منډې جوړې کړې.

همدا ډول شفیق الله شفق هم په وروستي اورونو کې ۳ اسمان څکې شپږیزې او ۱ څلوریزه ووهله چې یوازې په ۸ توپونو یې چټکې ۲۴ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې بنګلدیش لوبډلې ونشو کړای د افغانستان غوره توپ اچونکو پرمخ ټاکلی هدف پوره کړي، او توله لوبډله یې د ۱۲۲ منډو په جوړولو وسوځېده.

ددوی لخوا لیټن ډاس ۳۰ او محمد الله ۲۹ منډې جوړې کړې، چې په توپ اچونه کې راشد خان او شاپور ۳-۳، محمد نبي ۲، مجیب او کریم جنت یوه یوه وکټه تر لاسه کړه.

په پای کې افغانستان لوبډلې بنګلدیش ته د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه، راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د