fbpx

د اوسني جهاد فضیلت او ثواب ډېر دی که د زاړه جهاد

مولوي رشید احمد انقیادي

له یو عالم څخه مي واورېدل چې فرمايل یې چې د روس وخت کښي د جهاد فضیلت ډیر وو او که د اوسني جهاد فضیلت ډیر دی؟ نو یې وویل چې د اوسني جهاد فضیلت ډیر دی ځکه چې د روس په وخت کې یوازي روسانو پر افغانستان حمله کړې وه او په هغه وخت کې د نړۍ ټولو مسلمانانو د مجاهدینو سره کومک کاوو تر داسي چې د نورو هیوادونو کفارو به لا هم د مجاهدینو سره کومک کاوو خو اوس د نړۍ ټولو کفارو په اتفاق سره پر افغانستان حمله کړې ده ټول کفار سره ملګري دي، نه یوازي کفار دي بلکي ځیني د ایمان او عقیدې له پلوه کمزوري زمونږ مسلمانان هم ورسره ملګري دي او د مسلمانانو په خلاف جنګیږی خو اوس ځیني قوي ایمانه مسلمانان خپله جهاد کوي او ځیني نور مسلمانان یې کومک کوي.

خو بیا هم داسي ځیني نادان مسلمانان شته چې نه خپله جهاد کوي او نه د مجاهدینو کومک کوي. بس دوئ دا یو کار کوي چې په مجاهدینو پسي بد رد وایي. دا نو هغه کسان دي چاته چې نه د امریکا ګټه وررسیږی او نه هیڅ. دوئ یې هسي په کور او په زړه کې کومک کوي. او حدیث شریف دی چې (المرء مع من احب) نو دا خواران بس په کورو کې د ایمان له نوره خلاص دي. په دې وخت کې د اسلام او مسلمانانو دښمنان ډیر دي نو د جهاد ضرورت هم تر پخوا ډیر دی او د ضرورت په وخت کې چې څوک جهاد کوي نو ښکاره خبره ده چې ثواب به یې هم ډیر مومي.

دلیل یی دا آیت شریف دی لَايَسْتَوِيْ مِنْكُمْ مَنْ اَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَقاتَلَ اُوْلئِكَ اَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِيْنَ اَنْفَقُوْا مِنْ بَعْدُ وَقَاتَلُوْا الخ (سورة الحديد ١٠) په دې ايت کې الله تعالی فرمایي چې نه دي برابر په تاسو کې هغه څوک چاچې د مکې له فتحي څخه وړاندي انفاق او قتال کړی، د هغو کسانو سره چاچې د مکې له فتحي وروسته جهاد او انفاق کړی وي.

مفسرینو ددې د نه برابریدلو علت دا بیان کړی دی چې د مکې له فتحي څخه مخکی د مسلمانانو شمیر هم کم وو او مالیت یې هم کمزوری وو نو جهاد او انفاق ته ضرورت ډیر وو. بناءً کومو کسانو چې د ضرورت په وخت کې انفاق او قتال وکړ، د هغوی فضیلت ډیر دی او د مکې له فتحي وروسته بیا د مسلمانانو شمیر هم زیات سو او هم یې مالیت برابر سو نو دلتہ بیا جھاد او انفاق تہ دغومره ضرورت نه وو لکه څومره چې د مکې له فتحي څخه مخکی وو. اوس هم نسبتاً د روس تر وخت جهاد ته ډیر ضرورت سته او د ضرورت په وخت کې چې څوک جهاد وکړي، د هغو ثواب او فضیلت ډیر وی

په همدی وجه معلومه سوه چی د اوسني جهاد فضیلت تر زاړه جهاد ډیر دی

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

سلام علیکم. وروره حقیقت به سره وایو. د جهاد وجوب د خپلی خاصی تاریخی جغرافیا په ساحه کی معتبر ؤ یعنی جهاد د نبی علیه السلام د رسالت او قیادت تر سیوری لاندی د توجیه وړ ؤ کله چه مکه فتحه شوه او په حجاز کی اسلام خپور شو او نبی علیه السلام رحلت و فرمایه نور نو جهاد هم ختم شو البته وروسته حتی تر نن پوری ډول ډول جګړې رامنځته شویدی خو جهاد نه بلل کېدی او نه بلل کیږی بلکه وطنی او ناموسی او عقیدتی او ملی جنګونه دی چه دې ته مقدس جنګونه هم ویلی کیږی.… نور لوستل »