راشد خان په چټکو پنځوس ویکټو ترلاسه کولو کې د نړۍ دویم مقام خپل کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سوکه غوره توپ اچونکي راشد خان دویم لوبغاړی شو چې په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې یې چټکې پنځوس ویکټې ترلاسه کړې.

راشد خان دغه ریکارډ د بنګلدیش پر وړاندې په لومړۍ شل اوریزه سیالۍ کې ترلاسه کړ، چې د سریلنکایي اجنتا مینډس پسې دویم لوبغاړی شو، اجنتا مینډس په ۲۶ شل اوریزو سیالیو کې ۵۰ ویکټې ترلاسه کړي او په لومړي نمبر دی.

په شل اوریزو سیالیو توپ اچونکو کې د نړۍ لومړی مقام لرونکي دغه ریکارډ په ۳۱مه سیالۍ کې ترلاسه کړ، چې د سویلي افریقا سوکه توپ اچونکي عمران طاهر هم په ۳۱ سیالیو کې ۵۰ ویکټې ترلاسه کړي او په درېیم نمبر دی.

۱۹ کلن ځوان په تېره نیږدې کې یو شمېر نړیوال ریکارډونه پخپل نوم کړل، چې څو میاشتې وړاندې نوموړي په یو ورځنیو لوبو کې د چټکو ۱۰۰ ویکټو اخیستلو ریکارډ خپل کړ، چې له ده وړاندې د استرالیاوي چټک توپ اچونکي میچل سټارک په نوم و.

ګوکلي ماسټر په تېر ۲۰۱۸م آی پي ایل کې دویم زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی و، چې دده په غوره توپ اچونه یې لوبډله تر پایلوبې ورسېدله.

د یادونې وړ ده چې راشد خان د بنګلدیش پر وړاندې سیالۍ کې پخپل لومړي اور کې پرلپسې دوه لوبغاړي وسوځول چې هیټریک یې بچ شو، خو ټولې یې درې ویکټې واخیستې، نوموړي په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې اوسمهال ۵۲ ویکټې ترلاسه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د