fbpx
islamic world map

د اسلامي نړۍ د ناخوالو درې عوامل

احمد الهام

یو وخت و چې اسلامي نړۍ د برم او پرمختګ په یوه بې سارې اوهسکه څوکه باندې ولاړه وه، دنړۍ په لویه برخه یې حکومت کاوه او نړۍ ته یې د علم، هنر او صنعت په برخو کې خدمتونه وړاندې کول. د اسلامي تاریخ دا زرینه دوره د د خلافته راشده، امويانو، عباسیانو او عثماني امپراطورۍ دورې وې چې په تاریخ کې ځانګړی ځای لري.

خو کله چې دنړیوالو تاړاکګرو په مغزو کې د سیالۍ فکر راپورته شو،یعني داستعمار او استثمار دوره پیل شوه نو اسلامي امت له غلامۍ، دربدرۍ او زوال سره لاس او ګریوان شو. دمسلمانانو د موجوده انحطاط ګڼ شمیر عوامل څیړل شوي او کشف شوي دي ځینې عمده لاملونه یې په لاندې ډول دي هغه چې له امله یې مسلمانان د عروج له څوکې څخه د زوال کندې ته راپریوتل.

لومړی ــ د مسلمانانو بې اسلامه کیدل

یعني ستر لامل چې مسلمانان یې له هلاکت سره مخامخ کړل، دمسلمانانو بې اسلامه کیدل دي. مسلمانان له دوو اړخونو بې اسلامه شول.

لومړی : علمي اړخ …. یعني اوسني عام مسلمانان د اسلام هغومره پوهه او درک نلري په کومه اندازه چې یې حق دی، ځکه عام مسلمانان اسلام یوازې نکاح، روژه، لمونځ، حج او زکات  ګڼي او د اسلام له نورو ټولنیزو او سیاسي چارو او فریضو ناخبره دي او حتی د قران کریم په معنی اکثره مسلمانان نه پوهیږي.

فکر کوم دا د علماء کرامو ذمه واري ده چې په هره سیمه او کلي کې د قران کریم د معنی او د اسلام په هکله کورسونه او درسونه د عامه خلکو د پوهاوي لپاره په ورځنیو چارو کې شامل کړي. خو متأسفانه اکثر دیني علماء کرام یوازې د فضائلو په بیانولو اخته دي او ستر ستر فرائض یې د  عامه مسلمانانو غوږونو ته نه دي رسولي.

دوهم عملي اړخ . . . کله چې علمي اړخ کمزوری شي نو عملي اړخ ورسره په اتوماتیک ډول کمزوری کیږي. او دا کمزوري خو نو اظهر من الشمس ده.مسلمانان د اسلامي احکامو په تعمیل کې ډیر کمزوري دي،رسم او رواج ته په عملي اړخ کې پر شریعت زیات ارزښت او ترجیح ورکوي. بد اخلاقي، معاملات په سمه توګه نه ترسره کول او داسې نورې عملي کمزورۍ په ټولنه کې په پراخه کچه موجودې دي.

دوهم ــ خپل منځي اختلافات او بې اتفاقي

د مسلمانانو د موجوده بدې ورځې او ناخوالو دوهم ستر عامل خپل منځي اختلافات، ټکرونه، فروعي او جزئي مسائل جدي نیول او بیا پر هغو باندې له یوه بل سره مجادلې او جګړې کول، له یو بل نه نفرت کول او بالاخره په یو بل باندې د کفر او شرک ټاپې وهل دي.

تاریخ شاهد دی چې په خیرالقرون کې هم د علماء کرامو او مجتهدینو تر منځ په جزئي مسائلو کې اختلافات موجود وو. خو هغوی له یو سره جګړې نه کولې او نه یې هم په یو بل د کفر ټاپې لګولې. فکر کوم داسې اختلافاتو ته لمن وهل او هغو ته ادامه ورکول د دښمن په ژرنده اوبه برابرول دي او په غیر مستقیم ډول په هغه ناپاکه پروژه کې چې د مسلمه امت د ټوټه کیدلو په موخه په کار لویدلې، کار کول دي.

دریم ــ له علومو سره نامناسب چلند

دریم عامل چې له امله یې مسلمانان وکړېدل، د علومو له پرمختګ سره نه همګام کیدل او تعلیمي نصاب په زوړ حال پريښودل دي. موږ  او تاسو که د عباسیانو د دور علمي حالت مطالعه کړو، هغه وخت یو تعلیمي نصاب موجود و او د عصري او دیني تعلیم په نوم جلا جلا سلسلې موجودې نه وې. یعني طالب به هم دیني علوم لوستل هم به یې ورسره د خپل وخت ضروري عصري علوم لکه  منطق، حکمت و غیره هم لوستل.

خو په اوس وخت کې عصري علومو پرمختګ وکړ، موږ په ځای د دې چې دخپلو اسلافو په شان دغه علوم له یو بل سره په یوه نصاب کې را یوځای کړو، د عصري او دیني علومو په نوم مو دوه نصابه جوړ کړل. د دې کار ستر زیان چې ټولنې ته یې واړاوه دا و چې د مدرسې او پوهنتون تر منځ واټن پیداشو او په پایله کې یې عصري او دیني زده کوونکي چې ټول ځوانان او د ټولنې دوه بنسټیز قشرونه دي له یو بل څخه په نفرت او کرکه کې واقع او له یو بله لرې شول. په دې اړه باید موږ خپل تاریخي شالید ته متوجه شو چې د عباسیانو په دوره کې څومره ښه تعلیمي مرکزونه وو او په کې هر قسم دیني او دنیوي علوم تر زده کړې لاندې وو.

نو بناء باید زموږ په تعلیمي نصاب کې د وخت له غوښتنې سره سم، مناسب او مشروع بدلون را منځته شي او باید داسې ترتیب شي چې هر دیني طالب له عصري زده کړو هم برخمن وي او هر عصري طالب دیني زده کړې هم ولري.چې د همدې ښه امتزاج له امله به د اعتدال فضا خپره شي.

د یوه پرمختللې، متحدې اسلامي نړۍ په هیله

و ماذالک علی الله بعزیز

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د