fbpx

کابل: د سولي شورا په نوښت جوړي شوي غونډې ته نږدې چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار باغ بالا سیمه کې د لویې جرګې خېمې ته څیرمه چاودنه شوي.
چاودنه داسي مهال رامنځ ته کیږي چې د سولي شورا په نوښت د حکومت په پلوۍ د دیني عالمانو غونډه رابلل شوي .

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي بي بي سي ته وویل د بریدکوونکي موخه یاده غونډه وه، د نوموړي په وینا، نن د ورځي یوولس نیمې بجي وې یوه پلي کس د لویې جرګې خېمې ته د ننوتو لاره کې چاودنه وکړه.

د عیني شاهدانو په وینا چاودنه په داسي حال کې ترسره شوه چې له غونډې نه ګډون کوونکي د راوتلو په حال کې وو.
د حشمت ستانکزي په وینا تر دا مهاله 4 تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

بلخوا د روغتیا وزارت چارواکو ویلي تراوسه د پېښې له ځای ۷ تنه ټپیان ور وړل شوي.

یاده غونډه د دولت له لوري رابلل شوې چې ویل کیږي د اوقافو وزارت اړوند ملایانو پکي ګډون کړی، ترڅو د دولت او بهرنیانو پر خلاف روانه جګړه ناروا وبولي.

د چاودنې مسئولیت تر اوسه کوم چا په غاړه نه دی اخیستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د