دایران حکومت د مخالف ګوند مشران ونیول شول

یkarobi_and_mosavi نن ټکی اسیا: دراپورونو له مخی دایران حکومت دمخالف ګوند مشران ښاغلی میرحسین موسوی اوښاغلی مهدی کروبی تیره شپه د خپلو میرمنو په شمول نیول شوی اوچیری نامالومه ځای ته وړل  شویدی.
دکروبی زوی دخپل پلاردنیوني پخلی کړیدي، زیاته یی کړه، خبریم چه زما پلاردامنیتی چارواکو له لوری له کوره کوم نامالوم ځای ته وړل شویدی.
په ښاغلی موسوی پوری تړلی یوخبرپاڼی خبرورکړیدی چی موسوی په تهران کی وحشمتی زندان ته وړل شویدی، خوایرانی چارواکو تراوسه پوری دنوموړو دنیولو پخلی ندی کړی.
داسی ګنګوسي شته چی دواړومشرانو په نژدی راتلونکی کی ددولت په خلاف دپراخو مظاهرو نیت درلود، خو لدی څخه مخکی چی نوموړی دلاریونونومشری وکړی او ولس ددولت په ضد راوپاڅوی دحکومت لخوا ونیول شول.
له بله لوری دفارس خبری اژانس دایران ددولت دیو لوړرتبه نامالومه چارواکی له خولی خبرورکړیدی،
چی دایران دولت دمخالف ګوند مشران ندی نیول شوی، یواځي په کورونوکی نظربنده دی اونه شی کولای چه له چاسره اړیکی ونیسی.
دروانی میاشتی په شروع کی هم ښاغلی کروبی اوموسوی واولس ته ددولت په خلاف دمظاهرو امرکړی وه. چی ورسته بیا دواړه له خپلو میرمنو سره یوځای په کورونوکی نظربنده ساتل شوی وه.
ددوشنبی په ورځ دموسوی زوی دبی بی سی وفارسی څانګی  ته وویل زه خبرشوم چه پلارمی امنیتی چارواکو له کوره کوم نامالومه لوری ته وړیدی.
نورو باباوره سرچینو هم ددواړو مشرانو دنیولو اوزندان ته وړلو پخلی کړیدي، خودایی نده روښانه کړی چه کله نیول شوی اوکوم زندان ته وړل شویدی.
دکروبی یونژدي ګاونډې رسنیوته وویل چه ما دزیارت په شپه ناوخته دپولیسو ۸ موټره ولیدل چی دکروبی دکورمخی ته ولاړول، چی وروسته دپولیسو یوبل موټرهم راښکاره شو، اوټول موټران یوځای دنوموړی له کوره روان شول.
له بله لوری ایرانی چارواکی ددواړومشرانو دنیولو خبري ردوي او وایی چی ددواړو مشرانو پرحرکتونو، ټلیفونی تماسونو اوکتنوباندی بندیز لګیدلی دی، خودنیولو پخلی یی نه کوي.
پاته دی نه وی چی دفروری پر ۱۴ تاریخ هم دموسوی اوکروبی ملاتړی ددولت په خلاف لارو اوکوڅوته راوتلی وه، چی وروسته دپولیسو اومظاهره کونکو ترمنځ اخ اوډب هم رامنځ ته شو، اوپه نتیجه کی یی دوه کسه مظاهره کونکی ووژل شول اوپه سلهاوو نوردپولیسو لخوا ونیول شول.
چی وروسته دایران دپارلمان غړوله حکومت څخه ددواړومخالفومشرانو دمحکمه کولو غوښتنه وکړه
                                   بخت الرحمن بخت



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.