افغانستان

دولت پلوه علماوو په افغانستان کې روانه جګړه «ناروا» وبلله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴غبرګولي، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د دولت پلوي علماوو د لویې جرګې په خیمه کې غونډه کړې او روانه جګړه یې ناروا ګڼلې ده، خو د بهرنیو ځواکونو د شتون شرعي اړخ یې ګونګ پریښی.

شیعه مذهبه عالم (خدابخش محسني) چې د غونډې پریکړه لیک یې لوست، وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه د «مسلمان وینه تويېدنه» ده.

که څه هم نوموړي ادعا وکړه چې دولت او مخالفینو دواړو ته یې خطاب متوجه دی، خو په پرېکړه لیک کې يې د سرتیرو بریدونو او بمي چاودنو په شمول فقط هغه جنګي عملیات وغندل چې طالبان ترې استفاده کوي. اما د هوايي بریدونو، بمباریو او شپنیو عملیاتو په اړه یې څه ونه ویل.

خدابخش محسني په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د لسګونو هیوادونو نظامي شتون د اسلامي احکامو په رڼا کې ونه څېړه، بلکې مسئله یې په عموم کې پریښوده او زیاته یې کړه چې د روانې جګړې له امله خارجیانو ته زمینه برابره شوې.

نوموړي سرتیري (استشهادي) بریدونه ځانوژنه وګڼل او په اسلام کې یې د انتحار د احکامو په اساس «ناروا» وبلل.

خدابخش محسني د (مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې) څخه هم هیله وکړه چې د دوی صادرې کړې فتواګانې تایید کړي، کومې ټولنې چې په فلسطین کې سرتیري بریدونه «استشهادي او جایز» بللي دي.

په افغانستان کې د دولتي علماوو د غونډو لړۍ په داسې حال کې ګړندۍ شوې چې په بهرنیو ځواکونو او دولتي عسکرو د طالبانو بریدونو زور اخیستی او تازه یې د نوي کال عملیات اعلان کړي دي. تېره میاشت همدا علماء په اندونیزیا کې راغونډ شوي وو.

وړاندې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني عمومي قومندان جنرال (جان نیکولسن) څرګنده کړې وه چې په نظامي فشار سربېره به په طالبانو له مذهبي فشاره هم کار اخلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

دا خدابخش او خدابخش شیعیه ګان او رافضه ډلی به تاسو زما په لیکنو کي لیدلی وی چي په مستند تحقیق ثابت شوي چي د یهودو له خوا جوړ او یهود یی حمایه کوي او د دوی په کفر کي د زری غوندی شک هم نشته نو بیا به د دی چټل فتوا څرنګه مسلمانانو ته د منلو وړی وی.

زما نوی لیکني به ډیر ژر ان شاءالله د شیعیه ګانو د دسایسو او باطل مذهب په اړه د دوي له کتابنو څخه په راټولو موضوعات کي ولولي.

zadran

حامد صاحب ،افرین تکړه شه.موږ به د لیکنی لپاره انتظار کوو.خو چه څوک د ایران شیعه دولت څخه وسلی او مهمات تر لاسه کوی ،د هغه حرام او حلال په باره کی هم یو څه نه ورسره ولیکه.

الحاج استاذ بیانزی

د تش په نامه علماوو د دی غونډی په اړه ارزونه : لمړی : د فتوی ورکولو اړه هله وی چه په قران او بیا صحیحه احادیثو کی د هغه مسلی یا موضع په اړه صریح احکام او معلومات شتونه نه لری . د کفارو د اشغال په اړه صریح احکام شتون لری حتی د طالبانو علماوو فتواوو ته هم اړه نشته که څوک له ځانه فتوی او هغه هم غیر مشروع فتوی ورکوی د جهاد فرضیت نفی کوی او د قران سره په تقابل کی قرار نیسی د قران نه منل کفر دی . دوهم : د اشغال او… نور لوستل »

غلام حضرت

محترم بیانزی صاحب!
کوم جهاد؟ چیری جهاد؟ څنګه جهاد؟ ولی جهاد؟
د لندن په کونه کی ناست ئې او د حقیقت خلاف خبرو ته دی ادامه ورکړې ده.
قسم دی زه د غنی منی او حکومت طرفدار نه یم خو د ځینو خلګو جاهلانه توجیهات می بد ځوروی.
نن ټکی آسیا هم ځینی وخت چم بازی کوی، زما تبصره خپروی خو د لوستونکو د پام څخه لیری.
ته زما تبصره د جهاد د مقالې په هکله چه تېره ورځ خپره شوېده، ولوله او بیا ځواب ولیکه.

غوربندي

ته چې خدای ازلي ړوند، کوڼ او په حق ویلو ګونګی پیدا کړی یې نو د جهاد ضرورت او حقانیت به څنګه درک کړای شې؟ ته به دا وکولای شې چې مجاهدین غلط ثابت کړې ځکه هغوی ملایکې نه دي معصوم نه دي، خو چې پلار او اوه پښته مړي دې هم راژوندي شي د روان اشغال په مقابل کې د جهاد ضرورت او برحقه داعیه نشې نفی کولای. د کمونستي اشغال پلویان چې د تاسو په نسبت ډېر پاک نفسه وو ونشو کولای په جعلي فتواوو د جهاد داعیه وننګوي، د امریکا مفسد ګوډاګیان خو یی اصلا نشي کولای.… نور لوستل »

عِزام

د افغنستان جګړه د کفر او اسلام جګره ده دا چی ډالر خوره ملایان سره را ټول شوی او خپل ډالر تر لاس کوی دا د دوی غلامی په ډاګه ګوی نور هیڅ ګټه نه لری دا کار د امریکا دی امریکا غواری خپل ځان د افغانستان خلاص کړی نور که دولت پلوه علماوو او شیعه ګانو کار نه دی

توکل

“زما له نظره که همدا نن امریکایان زمونږ له هیواده ووزي نو د مفسدو ګوډاګیانو راپرځول بیا هم داسې فرض دي لکه دا روانه مبارکه روژه چې فرض ده.”

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx