شعـــــرونه

غزل – سعادت کلیوال

دلته ټول خلک بیوفا دي له دې ښار تیریږه
د جانان کلي ته مې یوسه په تلوار تیریږه

ددې بدرنګو عادتونه دې بدرنګه نکړي
ښايسته! ځه د غره په څوکو له غُبار تیریږه

جانانه ستا له یاده نه ورځي د خوب غیږې ته
سترګې دې څاري ګودرونه لژ کرار تیریږه

ما د خزان سپیرو بادونو کې جانان لیدلی
زړګیه مه غواړه رنګونه له بهار تیریږه

له قربانۍ نه بغاوت ونکړې ورک به ګرځې
په قافلې پسې مزل کوه په لار تیریږه

ستا له فریاد سره تصویر د جانان مخته راشي
درده هر وخت مې د نازک زړه په پرهار تیریږه

ځان بختور کړه سعــادته یار ته ځان رسوه
له اغزو مکوه ساتنه په ښامار تیریږه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x