د افتاء اصول / اتمه برخه

لیکنه او را ټولونه: م. حمد الله دانشمند

فتویٰ د صحابه و (رضی الله تعالی عنهم) په زمانه کې:

ابن القیم (رحمه الله تعالی) په “اعلام الموقعین” کتاب کې – کوم چې په دې برخه کې یو وتلی کتاب دی- راوړي: “هغه نوموتې څېرې، چې د نبي علیه السلام په صحابه و کې، یې د فتویٰ په ډګر کې ځانګړی مقام لاره، د ښځو په ګډون څه د پاسه (۱۳۰) تنو ته رسېده.

له صحابه و نه، چې په دې زرینه دنده کې لویه ونډه لري، هغه لاندې ۷ تنه په ګوته شوي دي: ” عمر بن الخطاب، علی بن ابی طالب، عبد الله بن مسعود، عائشة (ام المؤمنین)، زید بن ثابت، عبد الله بن عباس، عبد الله بن عمر” (رضوان الله تعالی علیهم اجمعین).

“ابن حزم” (رحمه الله تعالی) وایي: د لوړ په لیکه نوموړو صحابه وو د هر یوه له فتواو نه ستر کتاب پنځول کېده. نوموړی وایي: “ابو بکر محمد” د امیر المؤمنین (المأمون) لمسي، د “عبد الله بن عباس” رضی الله تعالی عنهما فتواوي په ۲۰ ټوکه کتاب کې راغونډې کړي. نوموړی (ابو بکر) د علم او حدیث په ډګر کې یوه مخکښه څېره وه.

د فتویٰ په باب کې، د منځنۍ سطحې صحابه کرام، په لاندې ډول دي: “ابو بکر الصدیق، ام سلمة، انس بن مالک، ابو سعید الخدري، عثمان بن عفان، ابو هریرة، عبد الله بن عمرو بن العاص، عبد الله بن الزبیر، ابو موسی الاشعري، سعد بن ابی وقاص، سلمان الفارسي، جابر بن عبد الله، معاذبن جبل، طلحة، زبیر، عبد الرحمن بن العوف، عمران بن حصین، ابو بکرة، عبدة بن الصامت او معاویة بن سفیان” (رضی الله تعالی عنهم).

ابن حزم وايي: د یادو کسانو له فتواو نه هم یو- یو کم کتاب جوړېدی.

پاتې صحابه کرامو ډېرې لږې فتواوي تر شا پرېیښې، که ټولې را غونډې کړ ل شي؛ نو یو کم کتاب یې هم ځایولای شي. دنوموړو نوملړ هم ابن القیم له ابن حزم نه نقل کړی دی….

ځینو معاصرو عالمانو د یادو صحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم فتواوې هم په یوه ځانګړي- ځانګړي کتاب کې را غونډې کړې. د اهمیت له امله يې د ځینو نومونه په ګوته کوو:

(الف): “موسوعة فقه ابی بکر الصدیق (رضی الله تعالی عنه) د “دکتور محمد رواس قلعه جي” تصنیف دی.

(ب): موسوعة “عمر بن الخطاب” (رضی الله تعالی عنه) د “دکتور محمد رواس قلعه جي” تصنیف دی.

(ج): فقه “عمر بن الخطاب” رضی الله تعالی عنه د دوکتور “رویعي بن راجح الرحیلي” تالیف دی.

(د): فقه “عمر” رضی الله تعالی عنه د “شاه ولی الله الدهلوي (رحمه الله تعالی) تصنیف دی.

(ه): موسوعة فقه “عثمان بن عفان” (رضی الله تعالی عنه) د “دکتور محمد رواس قلعه جي” تصنیف دی.

(و): موسوعة فقه “علی بن ابی طالب” (رضی الله تعالی عنه) د “دکتور محمد رواس قلعه جي” تصنیف دی.

(ز): موسوعة فقه “عائشة” (رضی الله تعالی عنها) د “الشیخ سعید فائز الدخیل” تصنیف دی.

(ح): موسوعة فقه “عبد الله بن مسعود” (رضی الله تعالی عنهما) د “دکتور محمد رواس قلعه جي” تصنیف دی.

(ط): موسوعة فقه “انس بن مالک” (رضی الله تعالی عنه) د “دکتور عبد المحسن بن محمد بن المحسن المنیف” تصنیف دی.

(ی): موسوعة فقه “عبد الله بن عمر بن الخطاب” (رضی الله تعالی عنه) عصره و حیاته د “دکتور محمد رواس قلعه جي تصنیف دی.

(يا): انفرادات “ابن عباس” (رضی الله تعالی عنه) عن جمهور الصحابة فی الحکام الفقهیة” د “محمد سمیعي سید عبد الرحمن الرستاقی” تصنیف دی.

(يبــ): معجم فقه السلف عترة و صحابة و تابعین د “الشیخ محمد المنتصر الکتاني” تالیف دی.

[اصول الافتاء و ادابه: ۴۳-۴۷]

دا راز د پوره تحقیق له پاره دي

إعلام الموقعين عن رب العالمين، ١٢/١- ۱۸ و کتل شي….

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د