عجیبه غونډه او عجیب ترینه فتوا

خالد افغان زوی

نن سهار مې چې د هیواد او نړۍ له پیښو دخبردارۍ لپاره انټرنیټ خلاص کړ او فیسبوک ته لاړم، نو دوه خبرې ډیرې ګرمې وې، یوه په واڼه کې د پښتون ژغورنې د خوځښت د یوه غړي علي وزیر دخپلوانو وژل کیدل او بل هم په ننګرهار کې د نجونو ښوونځیو ته د داعش خبرداری. ورسره څنګ کې طالبانو ته د پرچمن ولسوالۍ د تسلیمۍ خبره هم ګرځیده.

د غرمې تر شاوخوا لس بجو پورې مې خبري پاڼې او فیسبوک تعقیباوه، غرمه چې ما خوب ته ځان جوړاوه د یوه پخواني حکومتي ویاند پر وال مې ولیدل چې لیکلي یي و: د وزيرستان غم نه هېروو خو کابل ته نن یو ډېر ډېر مثبت خبر را روان دی.) زه پوه نه شوم چې دغه مثبت خبر څه دی، نورو فیسبوک کاروونکو هم پوښتنه کړې وې خو تر غرمې هیڅوک نه پوهیدل او نه هم خبر و چې دا مثبت خبر یا زیری به څه وي.

ماسپښین چې له خوبه راویښ شوم او له لمانځه بعد مې انټرنیټ خلاص کړ، ترټولو مخکې د پژواک اژانس په دې خبر پیښ شوم چې لیکلي وو. کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٧): د افغانستان زرګونو علماوو په کابل کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې د روانې جګړې پر ضد فتوا ورکړه او دا جګړه یې حرامه وبلله. د افغانستان د علماوو شورا يوې سرچينې همدا نن د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ټول هېواد څخه شاوخوا درې زره علماء نن د لويې جرګې په خېمه کې راټول شول.له يادې غونډې وروسته په ٢٦ مخونو کې ديني عالمانو يوه فتواصادره کړه او جګړه یې حرامه وبلله)

د پژواک دې خبر ځکه هک پک کړم چې تر یوولسو بجو پورې خو ما رسنۍ تعقیبولې او هیڅوک د عالمانو په غونډه خبر لا نه و،حکومتي ویاندانو ویل چې نن یو خبر را روان دی، مطلب دا چې غونډه تر غرمې لا پیل شوې نه وه، مګر ماسپښین چې خلک له غرمني خوبه راپاڅېدل نو نه یوازې د لویې جرګې په خیمه کې درې زره عالمان را ټول شوي وو بلکې د نظرونو تبادله، تحقیق او بحثونه یې هم کړي وو، کتابونه یې هم کتلي وو، په ۲۶ صفحو کې یې فتوا هم لیکلې او توثیق کړې وه او بالاخره ټولو درې زره کسانو ورباندې امضاء ګانې هم وکړې او بالاخره اعلان هم شوه.

هغه د پښتو متل دی وایي( ټک نه و چې بیا زرغون شو) نه پوهیږو د جنرال نیکولسن او اکرم خپلواک لخوا دا د خردجال په زمانه کې درې زره بزرګان له کومه راپیدا کړای شوي، چې په یوه قدم تر عرشه رسیدلي او د نور په سرعت یې په دوه ساعته وخت کې د دوو اونیو کار سرته رسولی؟

اصلا دا عقلامحاله ده چې د روژې په تړکنده غرمه دې، درې زره عالمان د لویې جرګې په جرمنۍکیږدۍ کې علمي مجلس پیل کړي، او په دوه ساعته وخت کې دې هم مسائل وڅيړي، هم دې تحقیق وکړي، هم دې آراء توحید کړي او هم دې په ۲۶ صفحو کې فتوا تسوید، تبییض او بالاخره تائیداو اعلام کړي. د روژې په غرمه کې خو هسې هم سړي انرژي بایللي وي او دیوه ساعت کار په درې ساعته کې کوي. مګر نوش جان د دغو جعلي عالمانو چې د دوو هفتو کار یې په دوه ساعته کې سرته رسولی او فتوا یې هم اعلام کړې ده.

د غونډې له دې چټک تمثیل څخه ښکاري چې دا غونډه اصلا د کومې مسئلې د څیړلو او په اړه یې په واقعي معنی د شرعي حکم د موندلو او ابلاغ مجلس نه و، بلکې یوه معلوماتي او تشریفاتي غونډه وه، د فتوی په نوم ۲۶ صفحه یي پرپړه له وړاندې په یوه بل ځای( غالبا امریکایي سفارت کې) لیکل شوې ده. ځکه په فتوا کې د طالبانو فدایي بریدونه حرام بلل شوې وو خو بمبارونه، چاپې او د ډول ډول امریکایي بمونو استعمال ته په کې اصلا اشاره نه وه شوې، په فتوی کې د طالبانو جهاد ناروا بلل شوی، مګر د امریکا پوځي اشغال په کې نه و یاد شوی. له دې معلومیږي چې دغه د فتوی په نوم پرپړه دامریکایي سفارت له فلټر څخه وتلې ده. کنه اقلا خو به یو ځل پکې دامریکايي اشغال، بمبارونو، زندانونو او نورو مظالمو یادونه هم کړې وه.

نو معلومه خبره ده چې دغه پرپړه له وړاندې ترتیب شوې او بیا یې دغه څو سوه کسان چې اکثره یې ملایان هم نه دي، یوازې یې لنګوټې ورتړلي او د روژې په غرمه غرمه کې یې له مطبوعاتو پټ د جرګې په خیمه کې را یوځای کړي او بیا یې دغه پرپړه ورته اورولې ده. د سولې شورا چې دغه غونډه یې تمثیل کړې، له وړاندې په داسې ډرامو جوړولو کې اوږده تجربه لري، هغوی روزانه د سرچوک کاریګر د ورځني مزد په بدل کې راټولوي، مولونه ورتړي  او د خبریالانو په مخکې یې د تسلیم شویو طالبانو په نوم وړاندې کوي.نو هغه شورا چې روزانه د تسلیم شویو طالبانو په عنوان جعلي غونډې جوړوي د جعلي عالمانو په نوم غونډه جوړول هم ورته کوم مشکل کار نه دی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عِزام
میلمه
عِزام

خالد افغان زوی صاحب په لاسو دی برکت شه رشتیا دی په ډاګه کړی وه دی ملایانو ته یو څه زه عجیب شوم مګر تا خو بیخی وشرمول د لیکنه څخه دی نړۍ مننه

zadran
میلمه
zadran

محترم افغان زوی صاحب.علما او ملایان د ستا په خوښه.جرګی ځای هم د ستا په خوښه.راځی چه د اوسنی جنګ سره په وګورو چه دا ورور واژنه ده اوکه جهاد دی.راځی چه دا وار د دیوبند مدرسی په علماو سره وګورو ،مدینه او مکه یی سره وګورو.ناروا جنګ ته جهاد وییل هم ګناه ده.نور بس دی