fbpx

کندهار کې د موی مبارک مسجد خطیب وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴غبرګولي، ۱۳۹۷ل): کندهار ښار کې د موی مبارک د مسجد خطیب او ملا امام وژل شوی دی.

ملا عبدالحق اخندزاده نن په یوه وسله وال برید کې وژل شوی، چې بریدګر په تېښته بریالي شوي دي.

د کندهار امنیتي مسؤلینو د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، د بریدګرو د موندلو په موخه يې هڅې روانې دي.

کندهار یو له هغو ښارونو ګڼل کېږي، چې هدفي وژنې پکې ډېرې شوې دي.

تر دې وړاندې په ننګرهار کې هم پرلپسې څو ملا امامان په نښه شول، چې مسؤلیت يې چا پر غاړه نه دی اخیستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د