افغانستان

طالبانو د کابل چاودنه کې لاس لرل رد کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴غبرګولي، ۱۳۹۷ل): طالبانو ویلي، کابل کې د دولت پلوه علماوو غونډې ته څېرمه چاودنه په دوی پورې اړه نه لري.

نن پلازمېنه کابل کې د لویې جرګې خیمه کې ګڼو علماوو د بهرنیانو او دولت پر ضد جګړه «ناروا» وګڼله او یوه پرېکړه يې صادره کړه.

شیعه مذهبه عالم (خدابخش محسني) چې د غونډې پریکړه لیک یې لوست، وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه د «مسلمان وینه تويېدنه» ده.

که څه هم نوموړي ادعا وکړه چې دولت او مخالفینو دواړو ته یې خطاب متوجه دی، خو په پرېکړه لیک کې يې د سرتیرو بریدونو او بمي چاودنو په شمول فقط هغه جنګي عملیات وغندل چې طالبان ترې استفاده کوي. اما د هوايي بریدونو، بمباریو او شپنیو عملیاتو په اړه یې څه ونه ویل.

غرمه مهال له جاودنې وروسته د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي وویل، په چاودنه کې اوه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

تازه معلومات ښيي چې په غونډه کې د اوو ملایانو او څلورو عسکرو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په لنډ ټویټ کې لیکلي: «د کابل نننۍ چاودنه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري. »

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x