افغانستان

ټاکنو کمیسیون له افغانیته منکر نوماندان له لیسته وباسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴غبرګولي، ۱۳۹۷ل): مسیر ورځپاڼه د ټاکنو کمیسیون د یوې سرچينې په حواله وايي، دوی نیت کې لري د هغو نوماندانو نومونه له لیسته لرې کړي چې افغان د هویت په ډول نه مني.

د سرچینې په وینا ځينې ښکاره نوماندان او ځينې د ولسي جرګې برحاله غړي چې د نوماندېدو معلومات يې لا ښکاره شوي نه دي، په بېلابېلو رسنیو او غونډو کې له افغان هویته انکار کړی او دا يې یو مشخص قومي هویت بللی دی.

ورځپاڼې لطیف پدرام، احمد بهزاد، حفیظ منصور، محی‎الدين مهدي، فوزیه کوفي، اسدالله سعادتي، فکوري بهشتي، غلام سرور عثماني او ظهیر سعادت هغه کسان یاد کړي چې راتلونکو پارلماني ټاکنو ته یا نوماندان دي یا هم نوماندېږي، خو له افغانیته منکر دي.

د ټاکنو کمیسیون سرچینې ورته ویلي، دوی به يې په نهايي لیست کې نومونه وغورځوي.

د ټاکنو کمیسیون د چنګاښ په اوومه نېټه لومړی لیست خپروي چې د شکایتونو لپاره به دوه ورځې وخت ولري او وروستی لیست بیا د زمري په ۱۲مه خپروي.

دا چې د ټاکنو کمیسیون به دا ځواک ولري، چې د دې کسانو پر وړاندې ودرېږي کنه، یو نا حل شوې پوښتنه ده، خو د افغانستان اساسي قانون ۸۵یمه ماده کې پارلمان ته د نوماندۍ لپاره دا شرط یاد شوی چې نوماند باید د افغانستان تبع وي.

د افغان کلمې پر وړاندې حساسیتونه د ګډ حکومت له پیل سره جوخت را وزېږېدل، چې په برېښنايي تذکرو کې د دې کلمې لیکل او نه لیکل یوه ناندریزه اوږده موضوع وګرځېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی

هغه کسان چی افغانیت نه منی ښکاره ده چی افغانان ندی او باید آن له افغانستان نه ویستل شی که چیری دی بی ایمانه او بی عزته خلکوته بیاهم په دولتی چاروکی برخه ورکړشی دابه ډیره غټه بی انصافی وی د افغانستان خپلواکی سره دوی د نورو هیوادونو جاسوسان دی او دوی هیڅ حق نلری چی د افغانستان په حکومت کی ګډون ولری ،
د ټاکنو کمیسون که چیری دا کاروکړو نو دابه سرګنده شی چی ریښتیا هم خپلواکه اداره ده او دافغانستان لپاره په ریښتینی ډول خدمت کوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x