نظــر

د طالبانو د امن پیغام د «سولې شورا» وننګوله‎

لیکوال عاکف مهاجر

د امریکا له لوري د افغانستان د اشغال له پیل راهیسې تر اوسه دا دی له یوې نیمې لسیزې یې هم موده وغځیدله خو د دوی له لوري د جوړې شوې ادارې په تشکیل کې د سولې شورا تر نامه لاندې له تیرو ۸ کلونو راهیسې بیل مرکز خلاص شوی او ملیونونه ډالر یې په نس وخوړل خو تر اوسه یې هیڅ لاسته راوړنه نده ترلاسه کړې.

د سولې شورا وخت ناوخت څو چرسیان او نشه یان د کامرو مخته ودروي او اعلان وکړي چې فلاني ولایت کې مو دومره طالبان د سولې له کمیسیون سره د سولې شورا د غړو په هڅو یوځای کړل او په راتلونکي کې له مخالفت لاس په سر شول.

د سولې شورا هڅې د ډالرو د هضم لپاره ښې پر مخ روانې دي چې کله له هیواده بهر له دوکاندارانو سره سوله کوي او کله بیا د ننګرهار ولایت په څیر د ګلاب منګل له لوري د زیارت منجوران او یوناني ډاکټران له سولې سره یوځای کوي.

د سولې په نوم عالي شوری د دغو حکومتونو په تشکیل کې بیا تر ټولو هغه فاسد ارګان دی چې د تأسیس له لومړۍ ورځې تر اوسه پوري یې له رئیسه نیولې ترعادي ماموره پوري ټول په چل، فریب او تیرایستلو لګیا دي.

طالبانو د سولې شورا چیلنج کړه او لویه ماتې یې ورکړه.

طالبانو د غويي په ۲۹ د امریکا له لوري د جوړې شوې ادارې ټولو کارکوونکو ته د تسلیمي په صورت کې عفوه اعلان کړه چې په صبا ورځ یې اجیرستان ولسوالۍ ونیوله او اکثره عسکر یې ورته تسلیم شول.

د طالبانو له دغه اعلان څو ورځې ندي وتلي چې دادی پرون ورځ یې د فراه ولایت پرچمن ولسوالۍ هم ونیوله او د امنیه قومندان، ولسوال او استخباراتو مدیر په شمول ټول پرسونل ورته تسلیم شو او د ولسوالي ټول فوځي وسائط اسلحې او مهمات یې طالبانو ته په لاس ورکړل.

طالبانو په دغه اعلان کې ویلي وو چې د دوی د الخندق په نوم نوي اعلان شوي عملیات د بهرنیانو لپاره ځانګړي شوي او هدف یې بهرنیان دي افغان عسکر دې له دوی سره له جګړې لاس واخلي چې دا دی له یاد اعلان څخه په ګټه یې له لږو ورځو تیریدلو وروسته دوه ولسوالۍ ونیولې.

د طالبانو اعلان ته لکه څنګه چې عسکرو لبیک و ویل همداراز هغه مهال په ټولنیزو رسنیو کې هم په ښو الفاظو بدرګه شو او له حکومت یې د ورته اعلان غوښتنه وکړه چې د طالبانو پر ځای دې د نورو بهرنیانو سره د جګړې اعلان وکړي.

که څه هم حکومت تر اوسه د پرچمن سقوط نه مني خو طالبانو د یادې ولسوالۍ د امنیه قومندان سره مرکه هم نشر کړه او په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي.

له تیرې ورځې راهیسې د سولې شورا ته ګڼ فعالان پیغورونه ورکوي او یوه ناکامه اداره یې بولي چې تش د خپلو جیبونو ډکولو لپاره ناست دي نور یې هیڅ ندي ترلاسه کړي.

ځینو خلکو په ټولنیزو رسنیو کې دا هرڅه د طالبانو له رویې څخه ارزولي او ویلي یې دي چې د جګړې په ډګر کې د طالبانو ښه رویه له نیول شویو عسکرو سره او د حکومت ظلم او وحشت عسکر هڅوي چې تسلیم شي او د وسلوالو نفرت له حکومت سره زیاتوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx