افغانستان

شنونکي: د کابل غونډې نننۍ فتوا پر طالبانو اغېز نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴غبرګولي، ۱۳۹۷ل): شنونکې او د ولسي جرګې ځينې غړي وايي د علماوو له لوري نننۍ فتوا پر طالبانو کوم اغېز نه شي لرلی.

د ولسی جرګې غړی محمد علي اخلاقي وايي دا فتوا هیڅکله دا مانا نه لري چې طالبان به وسله پر ځمکه کېږدي.

هغه وايي دا فتوا پر طالبانو کوم اغېز نه لري، خو ښايي د هغوی له لیکو سره د نویو یو ځای کېدونکو ځوانانو په مخنیوي کې یو څه اغېز وکړي.

د پوځي چارو شنونکی جنرال عتیق الله امرخېل هم وايي، په کابل کې د راټولو شویو علماوو فتوا دا جګړه نه شي ختمولی.

د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکولسن وړاندې تر دې ویلي و، چې پر طالبانو به د نظامي فشار تر څنګ مذهبي هغه هم ور زیات کړي.

امرخېل هم وايي، دا چې طالبان د مذاکرتو مېز ته کېنول شي، باید سیاسي فشار پرې زیات شي.

هغه له جمهور خبري بنسټ سره په خبرو کې ويلي، د کابل د نن غونډه دا جګړه نه شي ختمولی.

ارګ وايي نن مازیګر د علماوو پر همدې فتوا د امنیتي منسوبینو په ګډون د اعلی سرقومندانۍ ناسته لري.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې محمد اشرف غني به د دې غونډې مشري کوي او د نننۍ ناستې به اړه به خبرې وکړي.

کابل کې د لویې جرګې خېمه کې دې ناسته کې شیعه مذهبه عالم (خدابخش محسني) چې د غونډې پریکړه لیک یې لوست، وویل په افغانستان کې روانه جګړه د «مسلمان وینه تويېدنه» ده.

که څه هم نوموړي ادعا وکړه چې دولت او مخالفینو دواړو ته یې خطاب متوجه دی، خو په پرېکړه لیک کې يې د سرتیرو بریدونو او بمي چاودنو په شمول فقط هغه جنګي عملیات وغندل چې طالبان ترې استفاده کوي. اما د هوايي بریدونو، بمباریو او شپنیو عملیاتو په اړه یې څه ونه ویل.

د شنونکو په باور د جګړې د ختمولو لپاره دا یوازې نمایشي هڅې دي، ځکه پر طالبانو د دولت پلوه علماوو پرېکړه کوم اغېز نه شي لرلی، د دوی په وینا طالبان دا تمه نه لري چې د حکومت په غېږ کې پراته علما‌ء به د بهرنیانو او د هغوی د افغان همکارانو پر ضد د مبارزې فتوا ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

SALAMOALIKUM;TALIBS DO NOT WANT PEACE/WHAT THEY WANT.CAN OPEN YOUR FROZEN MIND.
DID YOU TALIBS THINK YOU SHOULD GET POWER IN AFGHANISTAN LIKE 1987 OR 88.
THAT TIME YOU GET POWER BY HELP OF DIRECT OF PAKISTANI MILITANT.
NOW AFGHAN ARMY IS STRONG FROM EVER.
YOU WILL NEVER GET IN CHARGE OF AFGHANISTAN.
THINK ABOUT YOUR LIFE.
YOU JUST BURN SCHOOLS TO PASHTOON BE UNEDUCATED.
YOU DESTROYED PASHTOON LAND/KILLING PASHTOON YOUNGS GENERATION.YOU JUST CUT YOUR OWN ARMS.YOU NOT SMART,YOUR BRAIN IS FROZEN.

اقبال

The person with name of AFGHAN and MUSLI, talk to Afghan people ,their language is Pashto /Dari not Eng. The reason you speak in English to buuld up your commesion by occupiers. The rest of my comment will be in our mother language ( Pashto ) ستاسی د تبصری عمده ټکی به زمونږ مظلوم اولس او محاهدینو ( طالبانو ) ته په پشتو کی وژباړم او ستاسی له مخه به نقاب لیری کړم جه تاسی کوم انګریز یاست او افغان نوم مو د افغانانو د خطاایستلو د پاره په ځان ایښی او که تاسی د پشتنو په کورنی کی زیږیدلی… نور لوستل »

عِزام

اقبال ورورپه لاسو دی برکت شه ډیره ډیره مننه الله دی خیر درکړی دا رازمحمد خو دی تبا او برباد کۍ

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x