افغانستان

په کابل کې د دیني عالمانو په نامه د غونډې په غبرګون د طالبانو موقف

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو په کابل کې د نن ورځې غونډه په نامه د دیني عالمانو بللې او په اړه یې خپل موقف څرګند کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه نن ټکی اسیا ته په یوه رالیږلې خبرپاڼه کې ویلي چې بهرني اشغالګران هڅه کوي چې له داسي غونډو څخه د خپلو اشغالګرانه توطئو د سرته رسولو په لار کې استفاده وکړي.

نن ټکی اسیا ته رسیدلي د ذبیح الله مجاهد څرګندونې په لاندي ډول دي:

په کابل کې د ديني عالمانو په نامه د غونډې په غبرګون کې د اسلامي امارت دویاند توضیحي څرګندوني

دیني علماء کرام او مشائخ په اسلامي ټولنه کې له خورا ستر مقام څخه برخمن دي او دروند مسؤلیت لري، لکه څنګه چې په پخوانیو امتونو کې پیغمبرانو علیهم السلام د بشري ټولنو درهبرۍ دنده په غاړه درلوده، د خاتم النبیین صلی الله علیه وسلم څخه وروسته دغه دنده برحقو دیني علماء کرامو ته په میراث رسیدلي ده، له همدې امله خو دتاریخ په مختلفو پړاوونو کې دیني علماء کرام دامت د سوکالۍ او سرلوړۍ لپاره دجهاد، علم، ارشاد، اصلاح، دعوت او نورو ټولو ډګرونو مخکښان پاته شوي او په سختو حالاتو کې یې د امت بیړۍ ته نجات ورکړی دی.

زموږ په هیواد او سیمه د راغلیو پردیو یرغلونو او ابتلاوو په ټولو مرحلو کې دیني علماء کرام همیشه د خپلو مؤمنو اولسونو تر څنګ دریدلي، د خپلې ټولنې له دیني ارزښتونو، متدین فکر، ویاړلي فرهنګ او اسلامي تشخص څخه یې دفاع کړې او د اشغالګرو ټولې دسیسې یې ناکامې کړي دي.

که موږ د وروستیو پیړیو تاریخ په دقت سره وګورو زموږ په هیواد او ګاونډیو هیوادونو د انګریزي استعمار د راتګ په مهال که په افغانستان کې د ملا مشک عالم، حضرت نور المشائخ مجددي، مولانا نجم الدین اخندزاده او نورو علماء کرامو په شان مبارزین له کفري اشغال سره په مقابله بوخت ول د هند او اوسني پاکستان په سیمه د مولانا شیخ الهند محمود الحسن صاحب، مولانا عبیدالله سندي صاحب او د وریښمین رومال د د تحریک د نورو مشهورو مبارزینو په شان مجاهد علماء کرام د انګریزي استعمار په وړاندې په جهاد او مقابله بوخت ول او په دې لاره کې یې د زندان او هجرت په شمول قسماقسم کړاوونه وزغمل.

په همدې ډول په افغانستان د شوروي یرغل په مهال هم علماء کرامو د خپل مؤمن ملت د نجات او کمونیستي کفر د شړلو لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې او په افغانستان د امریکایي یرغل په مقابل کې جهاد چې د هیواد سلګونو علماء کرامو په شرعي فتوی پیل شوی، بیا هم د علماء کرامو او طالبانو رول په کې بارز دی چې د خپل مؤمن او په استقلال مین اولس د دفاع لپاره جهاد کوي او د اسلامي نظام د حاکمیت ارمان ته ژمن دي.

دا چې دیني علماء کرام د اسلامي ټولنو په دفاع کې تر ټولو مهم او اساسي رول لري، د اسلام دښمنان هم دې ټکي ته متوجه دي نو ځکه همیشه هڅه کوي چې له دیني عالمانو څخه د خپلو اشغالګرانه توطئو د سرته رسولو په لار کې استفاده وکړي.

دا چې د امریکا ضد جهاد په اوولس کلنه مرحله کې زموږ اولس د خورا ډیرو قرباینو په برکت اشغالګر پوځیان دې ته آماده کړي چې نور په جګړه کې شکست ومني او له هیواده تیښتې ته اماده شي، نو له بریا څخه مایوسو اشغالګرو اوس یو شمیر نور دسائس په کار اچولي تر څو زموږ د مؤمن او په آزادۍ مین اولس د استقلال غږ خاموش او د درنو قربانیو ثمره یې ضائع کړي.

د امریکایي اشغالګرو ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ میاشتې په ۱۸ مه نیټه په کابل کې د یوه خبري کانفرانس په مهال وویل چې امریکا پلان لري په روان کال کې په طالبانو مختلف فشارونه وارد کړي. نوموړي زیاته کړه موږ غواړو په طالبانو پوځي، سیاسي، ټولنیز او حتی مذهبي فشارونه راوړو، د مذهبي فشارونو نه مطلب دا دی چې د افغانستان او ځینو نورو هیوادونو د دیني عالمانو په نامه فرمايشي، غونډې به جوړیږي او په دې غونډو کې به د طالبانو په ضد فتوی صادره شي او له ولس کلن جهاد وروسته به د هغوی د مبارزې مشروعیت له دیني اړخه چیلنج کړي.

په همدې سلسله کې د امریکایانو د پلان له مخې د دیني عالمانو لومړۍ غونډه د روان میلادي کال د می په ۱۱ مه نیټه د اندونیزیا په بوګور ښارکې ترسره شوه او دا دی نن دغسې یوه نمايشي غونډه په کابل کې ترسره شوه.

د افغانستان اسلامي امارت د دیني عالمانو د غونډو په عنوان دغه پروسه یوه سوچه امریکایي اسلام دښمنه پروسه بولي، چې د پلان، اکمال او عملي کولو ټولې چارې یې د امریکایي اشغالګرو لخوا رهبري کیږي، امریکایان غواړي د دغو غونډو په توسط خپل ظالمانه پوځي اشغال ته جواز پیدا او دیني رنګ ورکړي او په وړاندې یې د افغان مؤمن اولس پیل شوی جهاد مردود ثابت کړي.

موږ په دې ایمان او باور لرو چې حق حق دی او هیڅوک یې د باطلولو توان او طاقت نلري. زموږ برحق جهاد د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت په وخت کې د سلګونو علماء کرامو د شرعي فتوی په اساس او د ملت په ملاتړ پیل شوی او دا دی د بریا تر منزله رسیدونکی دی.

امریکایان لکه څنګه یې چې پوځي، سیاسي او تبلیغاتي هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوې الله تعالی به یې دغه وروستۍ دسیسه هم له شکست او رسوايي سره مخامخ کړي، الله تعالی فرمایي: يريدون ليطفئوا نورالله بأفواههم والله متم نوره ولو كره الكافرون.الصف ۸

په کابل کې د نن ورځې عالمانو په اصطلاح فتوا مخکې له وخت تیاره کړل شوي وه صرف راټولو شوو ملایانو ته بې له دې چې د هغوی نظر واخیستل شي یا يې اقلا مشوره ورسره وشي له ستیج څخه واورول شوه چې هيڅکله شرعي دليل نه شي جوړیدای.

د کابل غونډه کې اکثره عوام الناس د عالمانو په نامه کښينول شوي وو چې هسې د غونډې د کثرت هڅه په کې شوې وه.

د غونډې د ویناوالو خبرې په دې چورلیدې چې ګواکې روان جنګ د مسلمامانو ترمنځ نزاع ده او دوی يې ترمنځ د سولې هڅه کوي، په داسې حال کې چې روان جهاد امریکايي اشغال په ضد پيل شوی او اشغالګر قوتونه په خپل قوت سره لا هم په افغانستان کې موجود دي او په افغانانو باندې يې د جانکیري په لاس جوړ شوی نظام تپلی دی، هغه کار چې هر اشغالګر يې په نورو هیوادونو کې د مداخلو په نتیجه کې کوي.

اوسنی جهاد د امریکايي محاربو کفارو په ضد دفاعي جهاد دی، د امریکایانو په صف کې له دریدليو په نامه مسلمانانو سره هم د ګڼو شرعي نصوصو له مخې جهاد فرض بلل کیږي.
موږ دیني عالمانو ته وایو چې د برحق جهاد د نامشروع بللو په دې حساسه موضوع کې دې په خپل دنیوي او اخروي عاقبت وویریږي. تاریخ شاهد دی کوم دیني عالمان چې د خپل علم سپکاوی یې کړی او د شیطان له پیروانو سره همکار شوي دي الله تعالی په دنیا او اخرت دواړو کې شرمنده کړي دي. قران کریم موږ ته د موسی علیه السلام په زمانه کې د یوه دیني عالم بلعم باعورا حکایت کوي: بلعم باعورا د خپل وخت لوی دیني عالم او د کراماتو څښتن و، کله چې موسی علیه السلام غوښتل بیت المقدس او شام ته خپل دیني حاکمیت پراخ کړي او دا سیمې له باطلو او جابرو حاکمانو ازادي کړي، نو د دې ځای حاکمانو د موسی علیه السلام د لښکر د شکست او ماتولو لپاره هڅه وکړه دغه دیني عالم يې د وخت د پیغمبر پر خلاف استخدام کړ، دوی بلعم بن باعوراء په مال او شهواتو سره تطمیع او دې ته اماده کړ چې د موسی علیه السلام لښکر ته ښېرا وکړي، خو وروسته الله تعالی د ده ښیرا په دعاء بدله کړه او دغه د باطل په دام کې ګیر عالم یي رسوا او تر قیامته عبرت وګرځاوه.

په کابل کې راټول په اصطلاح دیني عالمان باید له دې قرآني حکایت څخه پند واخلي او پر ځان رحم وکړي، امریکا د دې وخت ستر فرعوني طاغوت دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د مسلمانانو حقوق غصب کړي او مظالم ترسره کوي. له دغه طاغوت سره ملګرتیا عظیمه ګناه او لوی انحراف دی چې الله تعالی دې زموږ دیني علماء کرام ترې وساتي.

په پای کې یو ځل بیا له دیني علماء کرامو څخه احترامانه هیله کوو چې د دښمن په استخباراتي غونډو او منډو کې د شرکت په ځای باید له خپل اولس او مجاهدینو سره همکار شي تر څو الله تعالی د اشغال فتنه ورکه او د مسلمان اولس عزت او استقلال را معاد کړي.

ذبیح الله مجاهد داسلامی امارت ویندوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلام حضرت

ښاغلی ذبیح اللّه مجاهد چه دومره د تاریخی باټو په سمندر کی لامبو کوی آیا موږ ته ددې خپلو علماوو کرامو د ټولنیز- سیاسی اصلاحی حرکتونو فقط یوه نمونه راښودلای شی؟
نه یوازی زموږ په هیواد کی بلکه په ټوله اسلامی نړۍ کی.
اولاً خو دا نمونه وجود نلری
ثانیاً که وجود هم ولری ډېره سطحی او مؤقتی او مصلحتی او غیر ریښه ای به وی.

پښتون

اول خو ته کوم داسې اسناد نه لرې چي ټول علماو په دغه غونډه کې، علماو نه وه، او له خېټې خبری کوي. بله دا موضوع ده، چې دغه علماو د افغانستان د دولت خلاف جهاد ناروا ګڼلی ده. نه د اشغال ګرو. که په تیر یو کال کې د تاسې د حملو ارزیابي وشي، نو ۹۹.۹۹ سلنه حملې مو د ملي اردو خلاف دي، او یواځې ۰.۱ سلنه د امریکا خلاف کړي دي په دغو حملو کې ۱۰۰ سلنه مسلمانان شهیدان کړي،. تا د اسلامی نصوصو خبره وکړه، دغسې کوم نص ته ماته وښايه چې په هغې کې د… نور لوستل »

غوربندي

ستاسو په شان ایماله شوي کسان په داسې حال کې د طالبانو د جګړې حقانیت تر پوښتنې لاندې راولي چې تازه دمي یرغلګر ځواکونه زمونږ هیواد ته پر لاره دي او مفسد ګوډاګیان یی هرکلی کوي.

عبدالوکیل سیدی

له ډیره وخته می یادیږی چی هروخت داسی حالت رامنځته کیږی بیا نو ولی علمایی کرام داسی په تقسیمی ډلو ویشل کیږی چی یوه ډله مخالف دجهاد اعلان کوی اوبله ډله یی حرام بولی وی هم یومذهب نوزما په اند زمونږ وطن ته زیات خیانت چی شوۍ او وطن مو برباد شوی دهمدغه ملایانو اومفت خوارو دلاسه که پرون جلسی ته فکر وکړو نودامعلومه وه چی اخیستل شوی وو ځګه یوڅوخاصوکسانو وینا وکړه اوله همدی نه معلومیږی چی فتوا هم دیو څوخاصو کسانوده نو ای بدبختو سمه ده جنګ دهیچا نه خوښیږی نوتاسو دطالب حملی ناروا وګڼلی او دهغه مرتدی… نور لوستل »

اجمل پښتین

عجیبه داده چې دا بې لکۍ انډیوالان د په اصطلاح ۲۵۰۰ علماؤ خبره مني چې جیب خرچ او د غونډي خرچ یې ټول امریکا ورکړی ؤ چې کابو ۴ لکه ډالرؤ ،چې وروسته په دوی لس زره او پنځلس زره تقسیم شول او د هغه زرګونو علماؤ ، قاریانو ، طالبانو، ملایانو ، حافظانو خبره نه مني چې د یرغلګرو په خلاف یې وسلې ته لاس کړی ، نو دوه زره د کرایي بنډکیان وګوره او زرګونه علماء، حافظان ، قاریان مفتیان ، نو دا جهاد یو برحق جهاددی په دې سترګي پټول دشوپرکانو کاردی

الحاج استاذ بیانزی

مونږ مخکی هم کومه تبصره کی دا لیکلی وو چه: دعلماوو اجماع او فتوی په هغو مسایلو کی ترسره کیږی چه په قران او احادیثو کی یی په اړه صریح احکام شتون نه لری نو بیا مجتهد او یا مجتهدین د هغو مسلو په اړه اجتهاد او مناسبه پریکړه کوی. هر چاته عالم ویلی شی مګر هر چاته مجتهد نه ویل کیږی هغوی د نورو علماوو سره په علم، استعداد، تقوی او عربی ژبی باندی پوره تسلط او داسی نور و توپیر لری . او ستونزی په اوایلو کی هواروی. تر ټولو بله لویه مهمه خبره دا ده چه و… نور لوستل »

غلام حضرت

سلام علیکم.
محترم بیانزی صاحب!
ستاسی د لیکنی وروستی پراګراف د مسلح طالبانو د غلطو ادعاوو د ثبوت یو روښانه سند دی:
تاسی لیکی چه:
” چه که څوک پر چا تجاوز وکی مهمه نده چه هغه کس کافر وی که مسلمان باید له خپلو حقوقو په ځان او مال دفاع وکړی……”
کله چه طالب شل کاله مخکی زموږ پر هیواد مسلط شوه، ایماناً ووایه څو زره پاکستانی مُلایان او جنرالان او صاحب منصبان او امنیتی پرسونل ئې تر څنګ موجود وه؟
آیا هغه وخت زموږ هیواد اشغال نه ؤ؟

غوربندي

غلام حضرت صاحب

نن مو په خپله پوښتنه د جنایتکارې شمالي ټلوالې له پایڅې څخه تغوط کړی!

ته چې د طالبانو ظهور د هیواد اشغال ګڼې نو بیا خو جنایتکاره ټلواله او تر شا یې ناټو او امریکایان د هیواد محررین بلل کیژي.

خدای جل جلاله زمونږ او تاسو د انصاف سترګې بینا کړي،، امین

راشد

دا بهتان دی ، عین خبره پرون روسانو کوله ، که پاکستانی جنرالانو یرغل کولو د روسانو له وتلو وروسته به یی یرغل کړی وو تش په نامه جهادی رهبران خپلو کی سر ښکر په ښکر او مظلوم اولس یی وزلو . کله چه طالبانو د هغه جنګ ( فساد ) په مقابل کی جهاد پیل کړو ، بیا هم روسانو او امریکایانو د خپلو نوو غلامانو په واسطه ورته تبلیغات کول . او اوس چه د نړیوال استعمار په مقابل کی جهاد کوی ورته تبلیغات کوی. په دی ناروا تبلیغاتو به ساده خلک خطا باسی مګر هوښیار خلک او… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x