پر فیسبوک بل تور «د کاروونکو معلومات د مبایل شرکتونو ته ورکوي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د روان کال په مارچ میاشت کې د نړۍ ترټولو سترې ټولنیزې شبکې پر فیسبوک تور لګېدلی و چې دوی د برطانیې یو مشورتي شرکت CA ته د کاروونکو شخصي معلومات ورکړي وو.

د برطانیې دغه شرکت ته فیسبوک زیات د امریکایي کاروونکو معلومات ورکړي وو، کوم چې د امریکې په ۲۰۱۶م انتخاباتو کې استعمال شوي وو، چې له دې وروسته پر فیسبوک تورونه ولګېدل او ددې باني مارک زوکربرګ یې د محکمې میز ته راکش کړل شو چې هغه په خپلو کړنو اعتراف وکړ او بخښنه یې وغوښته.

خو اوس پر فیسبوک یو بل تور لګیدلی چې دوی د فیسبوک بې شمېره کاروونکو معلومات د مبایل، کمپیوټر او نورو ځیرکو کمپینیانو ته ورکړي دي.

د امریکې یوه خبري اژانس د راپور سره سم مشهورې ټولنیزې شبکې فیسبوک د یو شمېر مبایل او نورو ۶۰ کمپنیانو ته د عامو کاروونکو معلومات په ناقانونه توګه ورکړې دي.

راپور زیاتوي چې فیسبوک دغه معلومات له لس کالو راهیسې دغې کمپنیانو ته ورکوي، کله چې دغو کمپنیانو د فیسبوک اپلیکیشن جوړول پېل کړ فیسبوک دوی سره د معلوماتو ورکولو قرارداد هم کړی و.

له راپور څخه څرګندیږي چې فیسبوک دغې کمپنیانو ته هاغه وخت د معلوماتو ورکولو وړاندیز وکړ چې دوی به د فیسبوک اپلیکیشن تر ټولو غوره بڼه جوړوي ترڅو د کاروونکو معلومات ترې په اسانه توګه ترلاسه کړي.

دغه خبري اژانس زیاتوي چې فیسبوک د نړۍ سترو کمپنیانو ته لکه ایپل، سامسنګ، مائیکرو سافټ، بلیک بیري، ګوګل او داسې نورو یو شمېر کمپنیانو ته معلومات ورکړي.

له بل اړخه فیسبوک هم په دغه تور قناعت کړی چې دوی د یوه قرارداد له مخې دغو کمپنیانو ته د خپلو کاروونکو معلومات ورکړي دي، خو د مبایل دغو مشهورو کمپنیانو تردې مهاله په دې خبره هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

یاده دې وي چې فیسبوک یوه نړیواله مشهوره ټولنیزه رسنۍ ده او په ملیونونو خلک یې استعمالوي، چې هر څوک په کې خپل د ژوند شخصي او غیر شخصي معلومات شریکوي، چې په تېره نیږدې کې فیسبوک په یو شمېر تورونو تورن شوی چې د یوې څیړنې له مخې يې اوسمهال په استعمال کې په لوبه کچه کموالی راغلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د