پاکستان د سکاټلینډ پر وړاندې شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د پاکستان ملي لوبډله د سکاټ لینډ لوبډلې پر وړاندې دوه شل اوریزې سیالیو لړۍ ترسره کوي.

پاکستان لوبډله چې په کرېکټ کې هم یوه متنازعه لوبډله بلل کیږي او همیش یې د هندوستان کرېکټ بورډ سره د سیالیو کولو پر سر لانجې راغلي او له امله یې ډیر زیانونه هم ګاللي، اوس د یوې کمزورې لوبډلې سکاټلینډ سره سیالۍ کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالۍ به د روانې جون میاشتې په ۱۲مه او ۱۳مه نېټه ترسره کیږي، چې ددې لپاره پاکستان خپله پنځلس کسیزه لوبډله هم اعلان کړې ده.

له بل اړخه افغانستان لوبډله په هند کې د بنګلدیش پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ پېل کړې ده چې په لومړۍ لوبه کې افغانستان بنګلدیش ته د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده چې پاکستان لوبډلې په دغه سفر کې د آیرلینډ پر وړاندې په یوازینۍ ټیسټ لوبه کې بریا خپله کړه، او ورپسې یې د انګلستان پر وړاندې دوه ټیسټ سیالۍ په یو یو مساوي شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د