
فوټبال: ټپي شوی محمد صلاح نړیوال جام لپاره د مصر لوبډله کې اخیستل شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د فوټبال په نړۍ کې د مسلمان ستوري محمد صلاح شهرت له هیچا پټ نه دی، چې نوموړي په تېر یو کال کې په نړۍ کې ځانګړی محبوبیت وموند.
محمد صلاح چې د انګلستان کلب لیور پول لخوا لوبیږي، ددې لوبډلې لپاره ډېرې بریاوې راوړي چې په سږني اروپا اتلانو لیګ کې يې خپله لوبډله تر پایلوبې ورسوله، او د نوموړي په مرسته مصر لوبډلې نړیوال جام ته لار وموندله.
نوموړی د اروپا اتلانو لیګ پایلوبې په لومړي سر کې د مخالف لوبډلې لوبغاړي لخوا په اوږه سخت ټپي شو چې تر هغې وروسته یې لوبې کښیناستل شو او په نړیوال جام کې یې هم ګډون شکمن شوی و.
خو وروسته ډاکټرانو محمد صلاح ته له دریو څخه تر څلورو اونیو د ارام مشوره ورکړه، او هیله یې وښوده چې په راتلونکو شلو ورځو کې به نوموړی د لوبې لپاره چمتو شي، محمد صلاح به پاتې علاج په روس کې له خپل ټاکل شوي ډاکټر څخه جاري وساتي.
که څه هم نړیوال جام ته ایله نهه ورځې پاتې دي او په لومړیو دوه لوبو کې د صلاح لوبېدل شونې نه بریښي، خو بیا هم د مصر لوبډلې مشر روزونکي او چارواکو پریکړه کړې چې نوموړی دې په ۲۳ کسیزه لوبډله کې شامل کړی شي.
مصر هېواد به خپله لومړۍ لوبه د جون په ۱۵مه د یورګوای، دویمه د روس او درېیمه لوبه د سعودي پر وړاندې ترسره کوي، د فوټبال نړیوال جام په روس کې له ۱۴م جون څخه پېلیږي او د جولايي په ۱۵مه به پای ته رسیږي.