fbpx

د داعش له ګواښ وروسته ننګرهار کې د نجونو ښوونځي وتړل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل):  د افغانستان ختیځ کې د ننګرهار چارواکي وایي له هغه وروسته په دې ولایت کې د نجونو ۸۰ ښوونځي تړل شوي چې داعشیانو یې په زده کوونکو د حملو ګواښ وکړ.

څو ورځې وړاندې د ننګرهار په هسکه مینه ولسوالۍ کې د داعش تر واک لاندې سیمو باندې د امریکایي الوتکو بمبار ولسي خلکو ته زیان واړاوه، ددې پیښې په تعقیب داعشیانو دننګرهار اوسیدونکو ته اعلان وکړ چې خپلې نجونې ښوونځیو ته ونه لیږي او کنه په ماشومانو به یې بریدونه او چاودنې ترسره کړي.

د ننګرهار ولایت د معارف رئیس حسیب شینواري ویلي چې په ننګرهار کې د نجونو ښوونځي داسې مهال تعطیل شوي، چې په دې ولایت کې تعلیمي کال پای ته رسیدونکی دی او د ښوونځیو یوازې وروستنۍ سالانه امتحان پاته دی. د معارف رئیس وایي چې د نجونو له تعطیل شویو ښوونځیو به کلنی امتحان د راتلونکي کال په پیل کې واخیستل شي.

د یادونې وړ چې داعش د ننګرهار په محدودو غرنیو سیمو کې شتون لري چې په ننګرهار کې یې له دې وړاندې هم په ښوونځیو او د کرکټ لوبغالو باندې بریدونه ترسره کړي دي.

د ننګرهار یو شمیر وکیلان حکومت په خاص ډول د ملي امنیت شورا متهموي چې د داعش په جوړولو او اکمال کې لاس لري. ځکه په داسې حال کې چې داعش د طالبانو په پرتله په ولسي وژنو کې ډیر لاس لري او دا دی اوس د ښوونځیو د تړلو ګواښ هم کوي مګر بیا هم حکومتي ځواکونه او رسنۍ خپل ټول ځواک دطالبانو پر ضد لګوي او د داعش جنایاتو ته پوره توجه نه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د