fbpx
hand blood

غزل – ابراهیم صیاد

له طبیبه له درمانه ویني څاڅي
له ریښۍ ریښۍ ګریوانه ویني څاڅي

د باران تنده پرې ماته شي د ځمکې
دلته دومره پریمانه ویني څاڅي

په طالب باندې چې کومه شپه چاپه وي
له سپوږمۍ ستورو اسمانه ویني څاڅي

د اختر جامې یې پاتې شي په کور کې
د مورکۍ له هر ارمانه ویني څاڅي

ښکلي ښکلي انقلاب انتخاب کړي
یو دوه نه دي له کاروانه ویني څاڅي

د حالاتو کیسه مه کوه راغه کې
له شپیلۍ نه دې چوپانه ویني څاڅي

د صیاد په زړګي څاڅکي څاڅکي اوري
چې له ګران افغانستانه ویني څاڅي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د