په لاندې مواردو کې دبې طرفه علماٶ ملي اجماع ته اړتيا

دکتور رحمت الله زاهد

۱. په افغانستان کې خارجي نظامي حضور نامشروع او هر قسم ملاتړ يې داسلامي شريعت له نظره حرام دى.

۲. په افغانستان کې روان جنګ نامشروع او دمسلمان وژنه د هر لورې چې وي حرامه ده.

۳. دجنګ خاتمه او دصلحې لپاره کار کول په ټولو اړخونو فرض دي.

۴. دبې ګناه خلکو زورول، په کورونو چاپې وهل، دماشومانو او زنانه و ډارول حرام او دانساني کرامت توهين دى.

۵. د مکتبونو، روغتونونو او عامه املاکو په نخښه کول او بې ګناه انسانان وژل او اختطافول نامشروع عمل دى.

۶. په ملت کې بې ديني خپرول او د رسنيو لخوا د فشحاء او منکراتو ترويج حرام دى.

۷. دچارو واګې فاسدو او مفسدو خلکو ته سپارل داسلامي شريعت څخه سرغړونه ده.

۸. قوانين غربي کول او ورځ تر بلې شرعي قوانين ګوښه کول دملت دعقيدې او ارزښتونو سپکاوى دى.

۹. په اوسنۍ بڼه ځان وژنه، انتحار او د دخلکو په منځ کې ځان الوزول هيڅ شرعي اصل نه لري او حرام عمل دى.

۱۰. دجګړې ټول هغه شکلونه چې دمشخص دشمن پرځاى عامو خلکو ته تلفات اړوي، ناروا عمل دى.

بې طرفه علماء دې د بې پرې ملي اجماع په شکل کې هيواد او ملت د اوسني کړکيچ څخه د راو يستلو هڅې پيل کړي او خپل اسلامي او ملي مسٶوليت دې پوره کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

د جناب دکتور دا خبره ډېره پر ځای ده چې بهرنی نظامي شتون نامشروع او ورسره ملاتړ حرام دی.. خو باید داهم پسي اضافه کړي چې پر ضد یې جهاد هم فرض دی.. پر افغانستان جګړه تپل شوې ده، د افغانستان اسلامي امارت د خپل هیواد، د خپل کور، کلي، ناموس او ځان څخه دفاع کوي، چې نه یوازي ورته مشروع بلکي د اسلام او کفري قوانینو په رڼا کې باندي واجب او فرض دی. ځکه نو په رشتیا هم یوه اړخ ته جګړه نامشروع او بل اړخ باندي فرض ده. همداسي د مسلمان وژنه که بغیر له کومې وجي… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

د طالب او د طالب د خواخوږو د پام وړ: هغه څوک به یو ملی خائن وی چه د اشغالګر د وژلو په غم کی اوښکی تویوی خو: د ؤلس د فرد فرد فریاد دادی چه عام خلګ ولی باید ووژل شی؟ که دا ومنو چه اشغالګران په مختلفو ساحو کی او په مختلفو اشکالو پر افغانانو ظلم کوی نو دا هم باید ومنو چه د اشغالګرانو وسله وال مخالفین هم په ډېرو اشکالو پر عام ؤلس ظلمونه کوی. اصلاً بله خبره: پدې کی شک نشته چه نن سبا زموږ په هیواد کی په اصطلاح دیموکراسی حاکمه ده یعنی داچه… نور لوستل »

zadran
میلمه
zadran

احمد صاحب،د افغانستان دولت نعری سوری وهی چه راشی اول د امریکایانو په وتلو سره، بیا په نورو مسایلو سره وغږیږو،افغان حکومت داسی یو موقف غوره کړی چه ملامتی ګوته طالیبانو لوری ته اوږده شوی ده.په خبرو کړلو کی کومه ګناه ده؟ډیر زر د عربو عسکر هم افغانستان ته راراوان دی،ایا هغو ی هم کافران دی؟په زور او په جنګ دا دولت نسکورول هسی یو خیال دی.

pattang
میلمه
pattang

داد دهغو خلقو منطق ده چې شپونتوب یې کړی وي ! اسلامي امارت اشغالګرو رنګ کړی او له اشغالګرو سره به خبرې کیږي ! کرزی ، غني ، احمد محمود د اشغالګرو دالري مذدور ان او ناظران دي چې په پيسو خپل خدمت کوي !! نو شپون صیب ته به اوس له ناظر سره خبرې کوي اوکه له صاحبه سره !!

راشد
میلمه
راشد

په اشغال شوی هیواد کی د اشغالګرو مستخدمینو نه د اشغالګرو اداره که وویل شی ممکنه ده حکومت ویل ورته داسی مثال لری لکه ښځو ته چه نارینه وویل شی او څومره شرم اوره چه له درغلیو ډګو دموکراتیکو ټاکنو وروسته بیا هم د خلکو رایوی د تشناب کاغذ شوی او یو امریکایی جه میرمن یی هم امریکایی ده د امریکا سفارت کی ټاکل کیږی او د هغه کابینی ته حکومت ویل څومره خنده اوره ده اکثریت هیوادو حتی امریکا کی ټاکنی ترسره او د اخری دوه نوماندانو ترمنځ خوابدی خامخا رامنځته کیږی مګر بیا هم یو کس یی ګټونکی… نور لوستل »