افغانستان

ارګ: د علماوو په نوم د شوې غونډې پرېکړه به تطبیق کړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل): ارګ د علماوو په نوم د پرونۍ ناستې په اړه تېر ماښام د اعلی سرقومندانۍ ناسته وکړه.

په دې غونډه کې محمد اشرف غي حکومتي ادارو ته امر وکړ، چې له غونډې په ګوتو ورغلې فتوا باید تطبیق کړي.

په دې غونډه کې چې جګړه «ناروا» بلل شوی، ډېر تمرکز د طالبانو په جنګي تکتیکونو شوی دی، خو مجموع کې يې روانه جګړه «ناروا» بللې چې ګواکې حکومت او بهرنیان هم باید وسلې پر ځمکه کېږدي.

په ناسته کې چې دعوه کېږي شاوخوا ۲۵۰۰ تنو ګډون کړی و، په اړه يې وړاندې څه نه و ویل شوي او نه هم واضح شوي چې دومره شمېر ګډونوال څه وخت د هېواد له ګوټ ګوټ نه را ټول کړل شو، خو وړاندې تر دې جنرال نېکولسن یادونه کړې وه چې پر طالبانو به مذهبي فشار هم وارد کړي.

محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ کې پر طالبانو هم غږ وکړ چې له دوی سره د سولې د خبرو اترو مېز ته کېني.

طالبانو په خپاره کړي غبرګون کې خپله مبارزه شرعي او برحقه جهاد بللی او د دې غونډې په اړه يې لیکلي: «په کابل کې د نن ورځې عالمانو په اصطلاح فتوا مخکې له وخت تیاره کړل شوي وه صرف راټولو شوو ملایانو ته بې له دې چې د هغوی نظر واخیستل شي یا يې اقلا مشوره ورسره وشي له ستیج څخه واورول شوه چې هيڅکله شرعي دليل نه شي جوړیدای.»

په ورته وخت کې سیاسي او پوځي شنونکي پر دې باور دي چې د علماوو په نوم دا ناسته پر روانه جګړه هیڅ اغېز نه شي کولی.

د پوځي چارو شنونکی جنرال عتیق الله امرخېل وايي، په کابل کې د راټولو شویو علماوو فتوا دا جګړه نه شي ختمولی.

د ولسی جرګې غړی محمد علي اخلاقي هم پرون وویل، دا فتوا هیڅکله دا مانا نه لري چې طالبان به وسله پر ځمکه کېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امدادالله مياخيل

افغان حکومت هيڅ وخت هم نه شي کولی چې په دې فتواګانو باندې دطالبانو روانه مبارزې ته دپاې ټکی کیږدي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x