افغانستان

د ګارنیزیون قومندان: کابل ښاریانو ته د ارامۍ ډاډ نه شو ورکولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د کابل ګارنیزیون قومندان وايي د ښار په خونديتوب کې پاتې راغلي او نه شي کولی خلکو ته د سوکالۍ ډاډ ورکړي.

جنرال افضل امان له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وويل، نه یوازې د امنیتي ګواښونو مخه نه شي نیولی، بلکې د کمېدو په اړه يې هم له وسه تېره ده.

هغه وویل: «داسې نه‌ ده موږ دا هم نه‌ شو ویلی چې ګواښونه کم دي، خو په هر حال د ترورېستي فعالیتونو د مخنیوي لپاره زموږ فعالیتونه تر بل هر وخت زیات شوي دي.»

جنرال امان وايي د بهرنیانو او حکومت پر ضد جنګیالیو ډېر پام ښارونو ته کړی دی چې له امله يې کابل ښار هم خوندي نه ګڼل کېږي.

هغه دعوه کوي چې په موسهي او خاکجبار ولسواليو کې د ښار د خوندیتوب لپاره عملیات هم پیل کړي دي.

سرچینه د یو پوځي کارپوه محمداګل مجاهد له خولې وايي، په ښار کې امنیتي کمربندونه شته او دغه ګارنیزیون پوره امکانات په لاس کې لري، خو بیا هم د امنیت په اړه ډاد نه شي څرګندولی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې له پیله پرلپسې کابل د خونړیو مخامخ بریدونو او چاودنو شاهد پاتې شوی دی.

د شنونکو په باور که حکومت په پلازمېنه کې اوسېدونکو ته ډاډ نه شي ورکولی د ولایاتو او لرې پرتو سیمو په اړه اصلاً سول نه شي پیدا کېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x