څیړنه: پلاستیکي، ربړي او ډیسپوزیبل لوښي استعمالول د سرطان لامل کيږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په پلاستیکي خلتې، ربړ او ډیسپوزیبل (یک بار مصرف) ګیلاسونو کې یو ډوله کیمیاوي موجود دي چې د سرطان لامل کیدلی شي.

ددغې ادارې لخوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې په ډیسپوزیبل پلاستیکي ګیلاسونو او لوښو کې داسې کیمیاوي مواد کارول کیږي چې انساني روغتیا لپاره زیانمن ثابتیږي.

دغه کیمیاوي مواد له تېرو څلویښتو کالو راهیسې د سرطان رامنځته کولو په لیست کې شمېرل کیږي خو اوس ددغې تازه شوې څیړنې لخوا د پخوا په پرتله ډېر ګواښونکی ګرځول شوی.

له څیړنې څخه څرګنده شوه هغه کسان چې په ورځني ډول سټایرین «styrene» او دغه سامان استعمالوي، په دوی کې د لیوکیمیا Leukemia ګواښ دوه چنده زیاتیږي چې له دې څخه د پوزې سرطان کې پنځه چنده زیاتوالی راځي.

یو عام سړی هغه مهال د سټایرین ښکار کیږي کله چې د پرنټر، فوټو کاپي ماشین او د سګریټو لوګي سره مخ شي.

پوهان وایي چې د نړۍ په هر ځای کې د سټایرین ګواښ شته چې یوه لویه ستونزه ګڼل کیږي.

ددغې څیړنې پر وخت چې په ډنمارک کې ترسره شوې له هغو ۷۰ زره کسانو ازموینه ترسره شوه چې له ۱۹۶۸م څخه یې تر ۲۰۱۱م پورې په پلاستیکي عملیاتو (Plastic Surgery) روغتونونو کې دنده ترسره کړې وه.

دوی له سختې څیړنې وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې پلاستیکي، ربړي او ډیسپوزیبل په څېر ګلاسونه او لوښي په ورځني ډول استعمالول د سرطان ګواښ زیاتوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د