نظــر

د په اصطلاح دیني عالمانو د غونډې په اړه څو اړينې څرګندونې

عبدالمنان څارن

وامو ورېدل چې پرون په کابل کې د دوی په اصطلاح د ديني عالمانو غونډه وسوه او په دې غونډه کې يې د هيواد د خپلواکۍ د بيرته ګټلو لپاره د امريکې د اشغال او د هغو د ګومارليو په وړاندي اسلامي جهاد او ملي مبارزه د مسلمانانو ترمنځ جګړه وبلل او د هغې د حراموالي فتوا يې ورکړه.

د دغسي غونډو جريانات د عقل خاونددانو ته جوتوي چې د پښتنو په اصطلاح” توبه له مړو خالي سوې ده“. مطلب دا چې پر ګران هيواد افغانستان باندې د نړۍ د دوو سترو زبرځواکونو(روس – امريکا) تېريو او د هغو په وړاندې په تېرو څلوېښتو کلنو کې د افغانستان د اتلو او پر دين او هيواد مينو خلکو جهادي هلو ځلو، د دغو دوو زبرځواکونو بې پايه ظلمونو او رنګارنګ توطئو او د نورو ګاونډيو او ليرو او نژدو ملکونو ډول ډول مداخلو د دې وروسته پاته ساتل سوي هيواد هر څه پوپنا کړل او په دې منځ کې زموږ اسلامي ستر ستر عالمان هم په ډول ډول نومونو له منځه ولاړل، ډېرنور اړسول چې د اسلامي علومو د بشپړولو پر ځای د کافر دښمن سره ډغري وهلو ته ودانګي او په دې توګه دلته د جيدو اسلامي عالمانو لوی کمی رامنځ ته سو. اوس چې موږ اسلامي عالمان لرو ډېری يې د اشغالګرو په مقابل کې په ډول ډول جهادي هلو ځلو اخته دي، چې طبعاً د دې ډلي ډېری له حکومت څخه ليري، او په ګوښو کې اوسي او ډېری يې شهيدان سول او يا بنديان دي او يا تر ډول ډول مادي او روحي ګواښونو او فشارونو لاندې اوسي.

بله ډله چې عالمان دي، خو شمېر يې ډېر لږ دی. دوی د دنيوي عزت، امتيازونو، چوکيو، ډالرو، ښکلو او څو پوړه بنګلو، جايدادونو، دې خوا هاخوا ته سفرونو، د دوی اولادونو او خپلوانو ته د هيواد په دننه او بهر کې د تحصيل د زمينو برابرولو، لوکسو موټرونو، ارګاه بارګاه او د خوندي او هوسا ژوند د ورته مهيا کولو په مقابل کې د امريکايانو او د هغو د لاسپوڅې حکومت عام وتام اطاعت او چوپړ وهلو ته اړ سوي دي.

بله ډله چې شمېر يې نسبتاً ډېر دی، دا شنه فوالذيان او له اسلامي پوهي څخه خالي الذهنه کسان دي. دغه ډله چې اکثره يې د مساجدو امامان دي يا داسي نيم پيازه ملايان دي چي له اسلامي پوهي څخه يې مازي څه څکه کړې وي، يا يې يوازي قرآن کريم حفظ کړی وي، يا اوس هم په مدرسو او د پوهنتونونو د شرعياتو په پوهنځيو کې محصلين دي. دوی په مساجدو کې د مقتديانو په ځيرو، يعني په نوبت سره د هرمقتدي د سهار، غرمې اوماښام په ډوډۍ او د حج او اوقافو د وزارت په معاشونو تغذيه کيږي. دغه کسان يوازي لمونځ ورکوي، خو نور په هيڅ نه دي پوه. او سره د دې يې مقتديان اوعام خلک دين ته د منسوبيت په خاطر عزت کوي او په مولوی، ملا او قاري صاحب ورته وايي. دغه ډله په عام او تام اطاعت سره د حج او اوقافو د وزارت، د کلي او محلې د ملي امنيت د پټو جاسوسانو، د دوی په مساجدو کې د دولتي چارواکو، او د مدرسو او پوهنتونونو د دولتي چارواکو او استاذانو هري خبري ته په بشپړ چمتووالي سره لبيک وايي.

دغه دوي وروستۍ ډلي له دې امله چې د حکومت او حکومتي چارواکو معاشونه او ځيرې خوري د امريکايانو او د هغو د ګوډاګيانو د لاسونو ښې آلې ګرځېدلي دي او دوی د خپلو شومو موخو او توطئو د پر مخبېولو لپاره ډول ډول سوء استفادې ځني کوي.

په کابل کې د ديني عالمانو په نامه د پرونۍ غونډې برخه وال ټول دغه په حکومت پورې تړلي علمای سوء، نيم           پيازه ملايان، د دولتي مدرسو او د پوهنځيو شاګردان او د دولت له خوا جوړو سوو ادارو منسوبين شامل ول. خو د دې سره سره له دوی څخه ډېر کسان چې الله رحم پر کړی وو دغې غونډې ته د ځينو پلمو يا عذرونو په وړاندې کولو سره نه وه ورغلي.

اوس به زه د امتيازونو او معاشونو په مقابل کې د دغو فتوا ورکوونکو ملايانو په اړه د قرآن کريم، نبوي سنتو او جيدو اسلامي عالمانو څرګندونې په لنډو ټکو کې درته بيان کړم:

لوی څښتن بني اسرائيلو ته په خطاب کې فرمايي:  

﴿وَلَا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَإِيَّايَ فَاتَّقُونِ (41) وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (42)[بقره:۴۱- ۴۲]

ژباړه:  او (اى بني اسرائيلو) زما آيتونه (چي په تورات کي دي، په تحريفولو سره) په لږ بيه (معمولي دنيوي له منځه تلونکې معاوضه) مه خرڅوئ او (د بل چا پر ځاى) يوازي زما وېره په زړه کي وساتئ(زما اطاعت وکړئ او  له ما څخه سرغړونه پرېږدئ).

او (هغه) حق (چي ما تاسي ته څرګند کړى دى) د باطل سره (چي ستاسي افترا او تحريف دى)مه ګډوئ او مه  حق خبره پټوئ، په داسي حال کي چي تاسي (په اصل حقيقت) ډېر ښه پوهېږئ.

بل ځای فرمايي:

﴿ إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلَّا النَّارَ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (174) أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَى وَالْعَذَابَ بِالْمَغْفِرَةِ فَمَا أَصْبَرَهُمْ عَلَى النَّارِ (175)[البقره: ۱۷۴ – ۱۷۵]

ژباړه: حقيقت دادى څوک چي د الله د  نازل سوي کتاب حکمونه (لکه د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم يادونه او صفت او داسي نوري حق خبري) پټوي (يايې ناسم تاويل کوي يا يې تحريفوي) او د هغه په بدل کي لږ بيه (د دنيا معمولي ګټه) ترلاسه کوي، هغوى بل څه نه کوي بې له دې چي خپل نسونه له اوره ډکوي او د قيامت په ورځ به الله (له قهره) هيڅکله خبري ورسره ونه کړي او نه به يې (له کفر او ګناه څخه، په عفو او تېرېدنه) پاک کړي او د هغو لپاره دردوونکى عذاب دى.

دا هغه خلک دي چي د هدايت (سمي لاري، ايمان) په بدل کي يې بې لاري او د (الله د) مغفرت (بخښني) په بدل کي يې (د هغه) عذاب رانيولى(غوره کړى) دى. نو (ته اټکل وکړه چي دا څومره حيرانوونکې خبره ده) چي دا خلک د دوږخ د اور د زغملو لپاره څومره چمتو دي!(او څومره  جرأت لري!).

بل ځای فرمايي:

﴿ فَلَا تَخْشَوُا النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ (44)
[المائده:۴۴]

ژباړه: (الله تعالى د يهودو عالمانو او ديني مشرانو ته فرمايي چي تاسي زما د احکامو د پلي کولو په هکله) له خلکو څخه مه وېرېږئ، (ځکه چي هغوى تاسي ته ګټه او تاوان  نه سي رسولاى) او زما څخه ووېرېږئ (ځکه زه يم چي ګټه او تاوان رسوم) او زما آيتونه (زما پر نازلو سوو احکامو باندي د حکم په پرېښوولو) په لږ بيه (او په بډو او جاه او مقام) مه خرڅوئ (اومعامله ګري او سازشونه مه پر کوئ. ځکه چي د الله له نازلو سوو احکامو پرته حکم کول د کفارو کار دى). او څوک چي د الله د نازل سوي حکم سره سمي پرېکړي ونه کړي، (او د الله نازلو سوو احکامو ته بدلون ورکوي او پټوي يې او انکار ځني کوي او سپکاوى يې کوي او له هغو پرته په داسي څه حکم کوي چي د کفر اعمال باله سي او په روا والي يې اعتقاد ولري، نو) هغوى کافران دي.

بل ځای فرمايي:

﴿ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ تَرَى الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى اللَّهِ وُجُوهُهُمْ مُسْوَدَّةٌ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِلْمُتَكَبِّرِينَ (60) [الزمر: ۶۰]

ژباړه: ته به د قيامت په ورځ هغه کسان چي پر الله باندي يې درواغ تړلي دي ووينې چې مخونه به يې (د دوی د شقاوت او ذلت او خوارۍ له امله) تور وي. آيا په دوږخ کې (د الله او د هغه د پيغمبر په وړاندې) د متکبرينو لپاره کافي ځای نسته ؟ (هو، په دوږخ کې د لره ځای هرومرو سته).

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

« يَا كَعْبُ بْنَ عُجْرَةَ أُعِيذُكَ بِاللَّهِ مِنْ إِمَارَةِ السُّفَهَاءِ إِنَّهَا سَتَكُونُ أُمَرَاءُ مَنْ دَخَلَ عَلَيْهِمْ فَأَعَانَهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ وَصَدَّقَهُمْ بِكَذِبِهِمْ فَلَيْسَ مِنِّي وَلَسْتُ مِنْهُ وَلَنْ يَرِدَ عَلَيَّ الْحَوْضَ وَمَنْ لَمْ يَدْخُلْ عَلَيْهِمْ وَلَمْ يُعِنْهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ وَلَمْ يُصَدِّقْهُمْ بِكَذِبِهِمْ فَهُوَ مِنِّي وَأَنَا مِنْهُ وَسَيَرِدُ عَلَيَّ الْحَوْضَ» موارد الظمآن إلى زوائد ابن حبان، باب فيمن يدخل على الأمراء السفهاء ويعينهم على ظلمهم، 1569شمېره حديث. دغه حديث د احاديثو نامتو کره کوونکي شيخ الباني په «التعليق الرغيب» 3/ 350مخ او «الظلال» 756 مخ کې صحيح بللی دی. او د احاديثو بل نوماند څېړونکي هم د دغه حديث اسناد د مسلم پر شرط صحيح بللي دي.

د حديث ژباړه: ای کعبه  زه تاته په الله سره د ناپوهانو له واکمنۍ څخه پناه غواړم، په را وروستيو مهالونو کې به ځينې واکمنان وي، څوک چي د دغو واکمنانو دروازو ته ننوزي او تله راتله ورته کوي او د دوی پر ظلم مرسته او اعانت ورسره وکړي او درواغ يې رښتيا وګڼي ، نو زما څخه (زماغوندې) نه دي او زه هم له هغو څخه نه يم (د هغو په شان نه يم). او حوض کوثر ته به نژدې نه سي. او څوک چې دغو ناپوهو واکمنانو ته نه ورځي او د هغو پر ظلم يې ننګه او ملاتړ نه کوي او درواغ يې رښتيا نه بولي، نو دغه کسان زما څخه (زماغوندې) دي او زه له هغوڅخه ( د هغو په مثل ) يم او له حوض کوثر څخه به ګټه واخلي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم د خلکو له ګمراه کوونکو عالمانو څخه وېره ښکاره کول، ځکه دغه علمای سوء د علم په نامه اسلام او مسلمانانو ته ستر خطر متوجه کولای سي د هغه صلی الله عليه وسلم صحيح حديث دی:

« إِنَّمَا أَخَافُ عَلَى أُمَّتِي الْأَئِمَّةَ الْمُضِلِّينَ » ترمذي، باب ما جاء في الأئمة المضلين، 2229 شمېره حديث. او دغه حديث ترمذي حسن صحيح بللی او شيخ الباني هم صحيح ګنلی دی.

ژباړه: حقيقت دادی چې زه د خپل امت په اړه د خلکو له ګمراه کوونکو امامانو (عالمانو) څخه په وېره او اندېښنه کې يم.

يو اسلامي عالم علمای سوء داسي راښيي:

علمای سوء هغه کسان دي چې د لوی څښتن د کتاب په معناوو پوهېږي او په هغو مسايلو کې چې فتوا پکښې ورکوي يا قضاوت پکښې کوي علم لري ، خو د الله آيتونه  په لږ بيه پلوري، يعني د دين احکام په منحرف ډول ښيي، دغه عالمان اسلام ته ډېر خطرناک دي.

بل عالم د علمای سوء صفات داسي بيانوي:

علمای سوء د قرآن، نبوي سنتو، د دين د امامانو د اجماع متابعت نه کوي، بلکې د خپلو نفسي غوښتنو متابعت کوي، علم پټوي، حق او باطل سره ګډوي، په خپل علم عمل پرېږدي او په دين باندې د پيسو، ډالرو او خوړو ټولېده خپلي موخې ګرځوي. دوی د امت چارو، د هغو خواريو او غمونواو ويرونو ته هيڅ پام نه کوي او لوی څښتن يې په اړه فزمايي:

﴿هُوَ الَّذِيَ أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاء الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاء تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلاَّ اللّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الألْبَابِ[آل عمران:۷]

ژباړه: (اى پيغمبره!) الله هغه واحد ذات دى چي پر تايې کتاب(قرآن) نازل کړى دى. په دې کتاب کي (د ده د حکمت له مخي دوه ډوله آيتونه دي:) ځيني محکم دي چي(څرګندي اومشخصي معناوي او رڼې موخي لري او) هغه ددې کتاب (يعني د شرعي حکمونو) اصل او بنسټ باله سي او نور متشابهات دي.(چي دقيقي معناوي لري، خو نه درکيږي او مختلف احتمالات پکښي سته او بې له دې چي د کوم محکم آيت سره  ضم سي موخه يې نه سي ټاکل کېدلاى). نو هغه کسان چي په زړونو کي يې (د ناوړه قصد له مخي) کوږوالى دى، (يوازي) دغه متشابه آيتونه (د خلکو په منځ کي د شبهو او) د فتنې رامنځ ته کولو او هغو ته (د ناسمو او د خپلو باطلو مذهبونو سره سمو) تاويلونو (معناوو) پيدا کولو لپاره لټوي (چي خلک له لاري بې لاري کړي).په داسي حال کي چي د دغو آيتونو په سم مطلب (او د معناوو په حقيقت) بې له خدايه بل څوک نه پوهيږي. او هغه کسان چي پاخه عالمان دي وايي چي:”موږ پر دغه (ټوله قرآن) ايمان راوړى دى. دا ګرده زموږ د پالونکي له لوري موږ ته راغلى دي“. او رشتيا داده چي پند هغه کسان اخلي(او په صحيح توګه په معناوو  هغه خلک پوهيږي) چي د سالم عقل خاوندان (هوښياران او د سمي پوهي څښتنان) دي.

علامه ابن قيم رحمه الله د دغسی علمای سوء په هکله فرمايي:

علمای سوء د جنت پر دروازو ناست دي، په ويناوو خلک دغه جنت ته وربولي او په کړنو يې دوږخ ته بولي. د دوی پر خبرو غوږ مه ږدئ که د دوی خبرې سمي او حق وای، نو لومړی به دوی خپله پر ځانونو منلي او پلي کړي وای. دوی په څرګنده لارښوونکي ښکاري، خو په حقيقت کې غله دي.  السلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x