متحده عرب امارات: دالعین پرهوایی ډګر باندی الوتکه ولویده، څلور امریکایان په کښي ووژل شوه

air_crashنن ټکی اسیا: الوتکه نن سهار د ۱۱ بجو په شا اوخوا کی د العین پرهوایی ډګر باندی راوغورځیدله په الوتکه کی تراوسه پوری د۴ کسانو وژلو خبرورکړل شوی دی چې څلور سره د امریکا تابعیت لري.

ویل کیږي چې د الوتکي ټول مسافرین همدا څلور کسه امریکایان وه، او کله چې الوتکه د العین د هوايي ډګر څخه پورته سوله، دستي چپ طرف ته روانه سوله، او لږ وروسته ولویده.

د پېښي په اړه نور د سیمییز چارواکو له خوا تحقیقات روان دي، مګر تر اوسه چارواکو په پېښه کې د تخریبي عمل څرک نه دی موندلی.
بخت الرحمن بخت



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.