راشد خان یو ځل بیا د لوبې ستوری شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ په دویمه شل اوریزه سیالۍ کې راشد خان په غوره توپ اچونه بنګلدیشي توپوهونکي حیران کړل.

افغانستان په ننۍ بریا سره د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ وګټله، چې ددوی لپاره نوی تاریخ او د نورو لوبډلو لپاره د خطر زنګ دی.

راشد خان په یوه اور کې درې ویکټې چې هیټریک یې هم بچ شو ترلاسه کړې او په څلور اورونو کې یې یوازې ۱۲ منډې ورکړې او ټولې څلور ویکټې یې واخیستې.

سربېره پر دې مجیب پخپلو ۴ اورونو کې ۱۵ او محمد نبي ۱۹ منډې ورکړې، نبي ۲ ویکټې هم ترلاسه کړې.

خو چټک توپ اچوونکي یوځل بیا ونه ځلېدل، شاپور په ۴ اورونو کې ۴۲ او کریم جنت ۴۰ منډې ورکړې، په همدې ډول چټک توپ اچوونکو په ۸ اورونو کې ۲ ویکټې او ۸۲ منډې ورکړې، چې په مقابل کې سوکه توپ اچونکو په ۱۲ اورونو کې ۴۶ منډې ورکړې او ۶ ویکټې واخیستې.

په توپوهنه کې شهزاد ۲۴، عثمان غني ۲۹، سمیع شینواري ۴۹، اصغر ۴ او محمد نبي چټکې ۳۱ منډې جوړې کړې.

همدا ډول راشد خان یو ځل بیا د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، چې له دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې یې هم غوره توپ اچونه کړې وه او غوره لوبغاړی نومول شوی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د