ورزش

میسي لوبډلې د اسرائیل پر وړاندې سیالۍ لغوه اعلان کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د نړۍ ستر نامتو او په ملیونونو مینوال لرونکی مشهور ارجنټایني فوټبالر لیونل میسي په دوستانه سیالۍ کې د اسرائیل پر وړاندې لوبېده چې اوس دغه سیالۍ ددوی لخوا لغوه شوه.

د ارجنټاین یو شمېر سیمه ییزې ورځپاڼې ادعا کوي چې د ارجنټاین او اسرائیل پر وړاندې سیالۍ د لوبغاړو د نه خوښۍ په ترڅ کې، او د سختو ګواښونو او تاوتریخوالي رامنځته کېدو له امله لغوه اعلان شوې ده.

په ارجنټاین کې د فوټبال فدراسیون یو لوړپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي چې د اسرائیل پر وړاندې یې سیالۍ لغوه اعلان کړې، دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط خبر ورکړی ځکه چې د څه ستونزو له امله یې پر دې د تبصرې اجازه نه درلوده.

د ارجنټاین لوبډلې تکړه حمله کونکي لوبغاړي ګونزله هیګوایین یوې سپورتي ESPN ورځپاڼې ته ویلي، چې ارجنټایني لوبغاړي نه غواړي اسرائیل ته ولاړ شي او نه هم ددوی پر وړاندې سیالۍ ته بې تابه دي.

په دغو ورځو کې په ارجنټاین لوبډلې او په ځانګړي ډول په لیونل میسي زور اچول شوی تر څو د اسرائیل پر وړاندې له سیالۍ ترسره کولو لاس واخلي او یا دې هم پخپله په کې ګډون نه کوي.

د اسرائیل وزیر اعظم نتنیاهو د ارجنټاین ولسمشر څخه غوښتنه کړې وه چې د دغې سیالۍ د لغوه کېدلو مخه ونیسي، خو هغه خبر ورکړی چې هغه ددغې لوبې په اړه پریکړې ته توجه نه ورکوي او نه به د هغه پریکړه پر وروستۍ پریکړو اغیز وکړي.

دغه سیالۍ ته چې لومړی په هیفا ښار او بیا د بیت المقدس ښار ته انتقال شوه، پر وړاندې يې په نړۍ کې او په ځانګړي ډول په فلسطین هېواد کې یو شمېر توند غبرګونونه راپارولي وو چې په کې د میسي د شرټ سوځولو ګواښ هم شوی و، او ددوی په وینا دغې سیالۍ ته سیاسي رنګ ورکړل شوی و.

تېره ورځ د فلسطین ماشومانو په فلسطین کې د ارجنټاین سفارت ته د یوه لیږلي خط په ترڅ کې غوښتنه کړې وه چې لیونل میسي دې په دغه متنازعه سیالۍ کې ګډون نه کوي.

د ارجنټاین لوبډلې مشر روزونکی چې نه غواړي د اسرائیل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي او نه یې هم په کې دلچسپي درلوده ویلي: چې ددغې سیالۍ ترسره کېدل شونې نه دي، نو د لغوه کېدو په صورت کې دوی اوس د نړیوال جام او ددې بدیل دوستانه سیالۍ لپاره چمتو والی نیسي.

دغه سیالۍ په نهم جون د شنبې په ورځ په بیت المقدس ښار کې ترسره کیدونکې وه چې د نړۍ او په ځانګړي ډول د فلسطیني عوامو په توند غبرګون لغوه اعلان شوه.

د یادونې وړ ده چې یوازې ۸ ورځې وروسته په روس هېواد کې د فوټبال نړیوال جام پېلیدونکی دی چې له دې وړاندې هره لوبډله د نورو لوبډلو پر وړاندې دوستانه سیالۍ ترسره کوي، چې یو له دې څخه د ارجنټاین او اسرائیل سیالۍ وه چې اوس لغوه اعلان شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلام حضرت

څومره خوند به وکی چه عبری رژیم د ټول سالم بشریت لخوا په هره برخه او سطحه تحریم شی
یوازی د فوټبال د مسابقې لغو کېده کفایت نه کوی که څه دا هم پخپل ذات کی یو اخلاقی بریالیتوب ګڼل کیږی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x