نظــر

روانه جګړه طالبانو که یرغلګرو پیل کړی؟!

سید شریف

د روان کال د جوزا په ۱۴مه د کابل حکومت د دیني عالمانو په نوم یوه فتوی پاڼه خپره کړه، په یاده شوې فتوی کې ټینګار شوي چې افغانستان کې روان جنګ ناروا دی. د روان جنګ څخه موخه د صلیبي یرغل پر ضد د طالبانو جهاد دی. په فتوی پاڼه کې هغه جګړییز تکتیکونه چې طالبان یې کاروي ناروا بلل شوي، خو داشغالګرو پر ناروا شتون، د جنګ پر دوام، وحشت، ظلم، هر اړخیز فساد او بلا نارواوو سترګې پټې شوې دي.

د یادې شې فتوی پاڼې له خپریدو سره حکومت پلوه رسنیو او اشخاصو پر طالبانو سترګې برګې کړې چې نور نو باید تسلیم شي، د خپلې دفاع څخه لاس په سر شي، یرغلګر ځواکونه او حکومتي عسکر که شپنۍ چاپې وهي، ړندې بمبارۍ کوي، مدرسې، مسجدونه، ښوونځي او کلینیکونه ویجاړوي، ښځې، ماشومان او بوډاګان شهیدانوي، دطالب په مشري مظلوم ولس حق نه لري چې دخپلو حقه حقونو غوښتنه او ساتنه وکړي.

دلته ډيره لویه بې انصافي دا ده چې دطالبانو مقاومت د ځمکنیو واقعیتونو برعکس د روانې جګړې بنسټ بلل کیږي، ځیني ښایې په ناخبرۍ همدا تېروتنه کوي، خو زیاتره په عارفانه تجاهل سره د روان جنګ له اصل ریښې ( دیرغلګرو ناروا شتون) څخه سترګې پټوي، ځکه همدغه ښاغلي او اغلي په روانه جګړه کې دشهرت، ثروت او بلواکي چوکۍ څښتنان شول، د یرغلګرو د بې دریغه چوپړ له امله ځینو ته دجنرالۍ او ځینو ته د پوهنوالۍ رتبې په برخه شوې، نو دوی به ولي د روانې جګړې بنسټ ته ګوته نیسي؟.

اساسي پوښتنه داده چې روان جنګ چا پیل کړی، طالب او که امریکا او ملګرو یې؟!، ددې پوښتنې ځواب ډير اسان او روښان دی، دطالب واکمنۍ په مهال د هیواد په ۹۵ سلنه کې داسي امنیت تامین و چې مثال یې د نړۍ په ډیرو پر امنو هیوادونو کې هم نه و، همدغه مثالي امنیت د مهذبي نړۍ مور ( امریکا) په روان جنګ تبدیل کړ؟.

امریکا د سپټمبر د۱۱ مې په غبرګون کې بې له دې چې په پیښه کې داسامه بن لادن چې په طالب واکمنۍ کې یې ژوند کاوه د لاس درلودلو په اړه شواهد وړاندي کړي، پر افغانستان یې ناروا وحشیانه یرغل وکړ، جوړ نظام یې ړنګ کړ، افغانستان ته یې هر اړخیز زیان واړاوه او په پایله کې یې اوسنی روان جنګ راته پاته شو.

کوم لوري چې روانه جګړه پیل او روانه ساتلې له هغوی باید وغوښتل شي چې همدا جګړه ودروي، د طالبانو مقاومت دهمدې ناروا جنګ مشروع غبرګون دی، دطالبانو جګړه تهاجمي نه ده، طالبانو دمتحده ایالاتو ځمکه او فضاء نه ده غصب کړې، د یرغلګرې امریکا داشغال څخه دخپلو ارزښتونو، نوامیسو او خاورې دفاع کوي. مګر برعکس له زرګونو کلومټر لیري څخه راغلي امریکایان او اروپایان افغانستان کې دتوپ او ټانګ په زور خپله واکمني غواړي.

په افغانستان کې روان جنګ چې علت یې د یرغلګرو ناروا شتون دی، په څلور مذهبه ناروا دی، یرغل ناروا، شتون یې ناروا، جګړه یې ناروا او دلته د یرغلګرو هر څه او هر رنګه تصرف ناروا دی، هر چا چې همدا ناروا جګړه پیل کړې، په ناروا شتون سره یې روانه ساتلې، هماغه اړخ د سترې ناروا مرتکب دی، ددې ناروا اړخ له منځه وړلو ته باید لومړیتوب ورکړو، تر څو چې مو همدا ناروا او کرغیړن شتون لیري کړی نه وي، تر هغو به دهمدې ناروا عمل عکس العمل روان وي.

روا ن جنګ اشغالګرو امریکایانو شروع کړی او روان ساتلی دی، که د یرغلګرو ناروا شتون ختم شي، دافغانانو غبرګون خپله ورسره له منځه ځي، د یرغلګرو موجودیت د روانې جګړې علت دی، د طالبانو مقاومت ددې علت معلول دی، چې علت محوه نشي، معلول له منځه نه ځي، نوکه امریکایان وغواړي همدا نن له افغانستانه په وتلو روان جنګ ته د پای ټکی ایښودلای شي. درباري ملایان که رښتیا له روانې جګړې ستړې شوي وي، پر مظلوم ولس یې زړه سوځي، نو باید تر هر څه وړاندي دروان جنګ د مبداء (د یرغلګرو دناروا شتون) پر ضد فتوی ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

dear saeed shareef;this is not correct.if you see in this long war only pashtoon afghan killing/our country destroied/our geniration is stay uneducated,every day
whats happen in the country.
.this is not jihaad.this is one drama from isi and pakistan to lose pashtoon
thank you

پښتون

ډیر جد شوی يي، هر څه دی ناروا کړل، خو بدبختانه، یو دلیل د ناروا هم وړاندي نکړ، حالانکه روا او ناروا د شارع علیه السلام وظیفه ده. خو اوس تاسی د شارع علی السلام وظیفه اخیستي ده. تا د امنیت خبره وکړه، امینت یواځې د دولت د مشروعیت لپاره کفایت نه کوي. نو ډیر موراد دی، چې دولت ته مشروعیت ورکوي. او تا وویلی، چې طالبان په ۹۸ سلنه حاکم خلک وو، خو کله هم تا د دی ۹۸ سلنه خلکو نه پوښتنه کړي ده، چې دوی د تا طالبانو په وکمیني کې خوشحاله وو، او د دوی روزمره… نور لوستل »

Afghan

سید شریف صاحب.جګړه په خارجیانو پوری فکر کوم اړه نه لری.هغه دا چه اوباما اعلان وکړ چه ټول فوځیان له افغانستان څخه اوباسو،اوډیر یی ویستل.خو جګړه دومره زور واخیست چه یو ولایت هم سکوت وکړ،او که چیری د اوباما اعلان ته طالیبانو هرکلی کړی وای.جنګ ته یی شدت نه وی ورکړی.اوس به یو امریکن هم نه وای،د امریکن پاتی کیدل افغانستان کی یوازی علت دا همدا ستاسو جګړه ده.نور امریکن کوم دلیل نه لری چه افغانستان کی پاتی شی.بل دا چه طلیبان هغه ځایونو کی جګړه ته شدت ورکړی چه هلته هیڅ امریکن نه وی.جنګ د امریکن شاوخوا کی نشته،جنګ… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x