fbpx
انځور د لوګر ولایت مرکز د نیازو کلي د مسجد دی، چې د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې امریکايي او حکومتي عسکرو په شریکه ویجاړ کړی و

افغان حکومت په لوګر کې دوه مسجدونه په بمونو والوزول / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): افغان حکومت د لوګر ولایت په مرکز کې دوه بابه مسجدونه په بمونو الوزولي او په بشپړ ډول ویجاړ کړی دي.

پیښه تېره شپه د ناکام کلا او ښادي خان کلا په سیمو کې رامینځته شوې.

د سیمې د اوسیدونکو په وینا، کله چې تراویح ختمې شوې، د صفر یک قطعي افغان عسکر راغلل، مساجدو ته یې بمونو کیښودل او د قرآن شریف د مصاحفو په ګډون یې په مساجدو کې هر څه د اور لوخړه کړل.

د چاودنو له امله د مسجدونو په ګاونډ کې پراته کورونه هم زیانمن شوي دي. ځايي خلک وايي چې په مسجدونو کې طالبانو شتون نه درلود.

طالبانو هم نوموړې پیښه او د هغې عاملین په کلکه غندلي او هغه یې یو «جنایت» بللی.

تر اوسه معلومه نه ده چې حکومت نوموړي مسجدونه د کوم غرض لپاره نړولي، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې حکومتي عسکرو د «خپلو بادارانو په لارښونه» دغه عمل ترسره کړی.

ښاغلي مجاهد د مسجدونو ویجاړول «له دیني اساساتو سره د دښمنۍ» لړۍ بللې.

ځايي خلک وايي چې حکومتي عسکرو د مسجدونو په الوزولو سربېره څلور تنه افغانان هم وژلي او یو بل ټپي کړی دی.

نن ټکی اسیا د یو ویجاړ شوي مسجد ویډیويي انځورونه ترلاسه کړي، چې په کې د مسجد نښې او آثار په بشپړ ډول له مینځه تللي او تنها د خاورو، لوټو او خځلو ډیرۍ ترسترګو کیږي.

تر اوسه حکومت دا سپیناوی نه دی کړی چې ولې يې یاد مسجدونه د باروتو لوخړه ګرځولي، او نه هم د حکومت کوم دیني نهاد په دې اړه غبرګون ښودلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د