
داميدو قافلې
شاعر حضرت يوسف مزمل
د مست غورځنګ دشازلمو قافلې
په وړاندي زي د ميړنو قافلې
اور لګوي په غليمانو باندي
د انقلاب دسرو لمبو قافلې
تر خپل منزله په اغزنو لارو
ځان رسوي د توريالو قافلې
داده مظلوم ولس ورستۍ اثر ده
څښتنه داده اميدو قافلې
خزان په منډه نوبهار را درومي
دي ورپسې د پسرلو قافلې
چي ئې ضمير تل حماسې خوښه وي
د ويښ احساس د ولولو قافلې
تل دي سر لوړي په جهان اوسيږه
دا ده ازادو پرګنو قافلې
ته هم پرې وياړه مزمل هميش
دا ده فتمنو فتيالو قافلې