د لیلة القدر علامې

لیکوال: علامه معین الدین ابوالفضل

رالیږونکی: فیض الحق حقپال

محترمو وروڼو ! په تېرو برخو کي ما وتاسي ته دیني ګټي او فائدې بیان کړې، اوس په دې برخه کي عظیمه دیني فائده او ګټه شروع کوم.

محترمو وروڼو ! د روژې او د رمضان مبارک بله لویه دېني فائده او ګټه چي ام الفوائد او بېحده ستره او عظیم الشانه ګټه ده داده چي په دغه میاشت کي یوه شپه د شب قدر شپه ده کومه چي تر زرو میاشتو بهتره ده چي تفصیل بې په مکمل ډول ان شاء الله درته راسي په دې برخه کي ددغې مبارکې شپې دیارلس ۱۳ علامې درته بیانه وم چي په دې شرحه کي دي:

اوله – علامه ددغې مبارکې شپې داده چي دغه شپه د حرارت او برودت په اعتبار معتدله ده نه ګرمه ده اونه یخه ده.

دوهمه – علامه یې داده چي په دغه شپه کي هیڅ ستوری له هغو ستورو څخه چي شیطانان په ویشتل کېږي د اسمان له خوا څخه لوېدونکی اورڼا اچوونکی نه معلومېږي دا ځکه چي په دغه شپه کي شیطانان له دباندې را وتلو او د اسمان وطرفته له پورته کېدلو څخه ممنوع وي.

دریمه – علامه یې داده چي په سهار کي د ځینو شپو دلیلة القدر چي لمر راخېژې نو سرخې لري او ضعیف وي.

څلورمه – علامه یې داده چي په سهار کي د ځینو شپو دلیلة القدر چي لمر راخېژي نو تکسپین وي او شعاعي نلري.

پنځمه – علامه یې داده چي دغه شپه دونه روښانه وي چي ته به وایې چي د څورلسم سپږمۍ ده.

شپږمه – علامه یې داده چي د ملائکو په دغه شپه کي دونه هجوم او کثرت وي چي د زمکې تر ډبرو ډېرې وي.

اومه – علامه یې داده چي په دغه شپه کي د مومنانو زړونه نسبت و نورو شپو ته ډېر مطمئن وي، او انشراح الصدر موجود وي.

اتمه – علامه یې داده چي هواوي، او بادونه په دغه شپه کي ارام وي او حالات مناسب وي.

نهمه – علامه يې داده چي کله کله الله پاک په انسان باندي په خوب کښي شبِ قدر وويني لکه چي بعضو صحابه وو رضي الله عنهم په خوب کي لېدلې ده.

لسمه – علامه يې داده چي انسان د شب قدر د شپې په ذکر او طاعت کي زيات لذت او خوند محسوسه وي نسبت د نورو شپو وعبادت ته.

یوولسمه – علامه یې داده چي ځینو علماوو، ویلي دي: چي د لیلة القدر په شپه کي سپي نه غاپي سپیان له غفا څخه ډډه کوي.

دوولسمه – علامه یې داده چي ځینو علماوو، ویلي دي: چي د باران اورېدل هم د شب قدر علامه ده.

دیارلسمه – علامه یې چي ډېره مهمه اوقوي علامه علماوو، بللې ده داده چي په کومه شپه کي له طاقو شپو څخه د آخیري لسیزې د رمضان د یوه مومن دبدن ویښتان ښخ سول وېره باندي راغله نو ودې پوهېږي چي دا شپه د شب قدر ده. د یوې برخي له ذکر سوو، علامو څخه دلیلونه دغه مبارک حدیثونه دي:

قال عليه الصلاة والسلام (: ليلة القدر ليلة طلقة لا حارة ولا باردة ، تصبح الشمس يومها حمراء ضعيفة ) [رواه ابن خزيمة وصُحح].

وقال عليه الصلاة والسلام ( إني كنت أُريت ليلة القدر ثم نسيتها ، وهي في العشر الأواخر ، وهي طلقة بلجة لا حارة ولا باردة ، كأن فيها قمرا يفضح كواكبها ، لا يخرج شيطانها حتى يخرج فجرها) . رواه ابن حبان .

وقال رسول الله صلى الله عليه وسلم (: إن الملائكة تلك الليلة أكثر في الأرض من عدد الحصى) . رواه ابن خزيمة وحُسِّن إسناده.

وقال صلى الله عليه وسلم (: وأمارتها أن تطلع الشمس في صبيحة يومها بيضاء لا شعاع لها . )رواه مسلم .

يعني تطلع في اليوم الذي يليها وتلك العلامة بشارة لمن قام تلك الليلة لأنها تكون بعد انقضاء ليلة القدر لا قبلها.