fbpx

د ناټو غونډه کې پر افغانستان هم بحث کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو د دفاع وزیران سبا په بروکسل کې سره راټولېږي، چې په غونډه کې به يې د افغانستان اړوند هم بحث وشي.

په دې غونډه کې چې په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکولسن او د هغه افغان همکار د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي به هم پکې برخه واخلي، سبا او بله ورځ د ناټو سازمان په نوې ودانۍ کې دوام لري.

د ناټو مرستیال پیرز کرزالې وايي په غونډه کې به د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وشي او هم به له افغان عسکرو سره د مالي مرستو په اړه بحث وشي.

دا په داسې حال کې دی چې د ځينو لوېديځو رسنیو د راپورونو پر اساس د امریکا نوې ستراتېژي په افغانستان کې کومه پایله نه ده ورکړې.

دا ستراتېژي چې تر اعلان وړاندې یې افغان چارواکو هرکلی کړی و، د تېر میلادي کال په وروستیو کې اعلان شوه، چې ورسره هوايی بریدونو شدت پیدا کړ.

امریکايي پوځي مسؤلینو دعوه کوله چې د دې ستراتېژي په اوږدو کې يې پر هوايي بریدونو تمرکز ډېر دی او پر وړاندې يې ولاړ جنګیالي به سخت وځپي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د