اجراییه رییس برتانیا ته لاړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله په یو درې ورځني رسمي سفر برتانیان ته لاړ.

له اجراییه ریاست خپره شوې خبرپاڼه کاږي، هغه به په دې سفر کې له برتانوي چارواکو سره وګوري او د افغانسته په اړه به خبرې وکړي.

د خبرپاڼې له مخې عبدالله عبدالله به د برتانیا له لومړۍ وزيرې ترزامی، له ولیعهد چارلز، د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانس او نورو چارواکو سره وګوري.

د سرچينې به وینا عبدالله عبدالله به د روانې جګړې، د شته ستونزو او د افغان عسکرو د تمویل او تجهیز په اړه برتانوي چارواکو سره وغږېږي.

هغه به د وینچستر پوهنتون کې یوې ناستې ته هم خبرې وکړي.

په دې سفر کې له هغه سره محمد اشرف غني نه دی ملګری.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د