
فیفا: د نوم لیکنې لپاره جعلي سټيکرونه بازار کې جوړ شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ، فیفا؛ وايي د نوم لیکنې لپاره جعلي سټېکرونه هم په بازار کې جوړ شوي دي.
د دې بنسټ اجرایيه مشر یوسف رشید له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویلو د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره د ټاکنو کمیسیون ډیټابس هم د باور وړ نه دی.
د رشید په وینا، ځینې جعلي سټېکرونه په بازار کې جوړ شوي دي او د ټاکنو کمیسیون دا ظرفیت نه لري چې ويې پېژني.
د ده په خبره دوی لا هم د جعلي تذکرو په اړه اندېښنه لري او د رایه ورکوونکو لپاره ډيټابس یوازې باید کابل پورې محدود نه وای.
تر دې وړاندې د ملي شورا غړو هم دغه اندېښنه څرګنده کړې وه چې پر تذکرو لګېدونکي سټېکرونه په بازار کې ازاد پلور لري او د درغلیو اندېښنه يې ډېره کړې ده.
د راتلونکو ټاکنو لپاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې لړۍ د وري میاشتې په ۲۵مه پیل شوې ده، چې د ټاکنو کمیسیون په وینا تر اوسه يې شمېر نږدې پنځه میلیونه شوی دی.
د پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ هم تېره اوونۍ پیل شوه، چې په ځینو ولایتونو کې د بېلابېلو ستونزو له امله هیڅ نوماند خپل نوم نه دی لیکلی.
ټاکل شوې راتلونکې ټاکنې د تلې په ۲۸مه ترسره شي.