سیما سمر: د حزب اسلامي د زاندنیانو خوشي کېدل؛ عدالت له منځه وړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د بشري حقونو مشره سیما سمر وايي، د حزب اسلامي ګوند له لوري د قربانیانو له قناعت پرته د دې ګوند د زندانیانو خوشي کول، عدالت له منځه وړي.

هغې نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل، د انصاف په له منځه وړلو سره نه سوله راتلی شی او نه دوام کولی شي.

د دې په وینا که د قربانانو قناعت ونه شي، نو نه باید چې هر څوک ازاد شي، په خبره يې دا ډول هڅې د سولې سبب نه شي کېدلی.

دا په داسې حال کې دی، چې د امنیت شورا تازه د حزب اسلامي – حکمتیار؛ له زندانیانو نه د ۲۶۹ تنو نورو د خلاصولو خبر ورکړی دی.

د دې شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه لیکي، د دوی د جلسې په پایله کې له حزب اسلامي سره د شوي تړون پر اساس د دې ګوند ۲۶۹ نورزندانیان خوشي کېږي.

ارګ او د حزب اسلامي مشرانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

له حزب اسلامي سره د سولې په نوم له هوکړې وروسته چې د دې ډلې یو مشر انجینر ګلبدین حکمتیار کابل ته راغی، د تېر کال د غويي په ۱۲مه يې لومړۍ ۵۵ کسیزه ډله زندانیان خوشي شول.

حکمتیار له ګډ حکومت د ۲۵ماده ییز تړون له لاسلیک وروسته کابل ته راغی او د بهرنیانو او افغان حکومت پر وړاندې تېره مبارزه يې خپله اشتباه وبلله.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

ګلبدینه! ګوندې اوس دې سر خلاص وي چې لغزش دې کړی او ډېر بد لغزش دې کړی.

د پیتپزې سیما ثمر ډریو ته پاتې شوې!