افغانستان

ارګ د ناټو تر چتر لاندې د اماراتي ځواکونو له راتګ سره هوکړه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): ارګ وايي د متحده عربي اماراتو له لوري د ناټو تر چتر لاندې افغانستان د ځواکونو د رالېږلو وړاندیز يې تر ارزونې وروسته تایید کړی دی.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کاږي، دغه ځواکونه به د ناټو د غوڅ ماموریت تر لاس لاندې د افغان عسکرو د روزنې، مشورې او تمویل دنده پر مخ وړي.

تېره چهارشنبه په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکولسن له کابله واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، عربي متحده اماراتو د دوی تر لاس لاندې د ځواکونو د لېږلو وړاندیز کړی دی.

عربي متحده اماراتو په ۲۰۰۱ میلادي کال کې هم ځينې ځواکونه افغانستان ته رالېږلي و، چې په هلمند کې د بیا رغونې په چارو بوخت و.

ناټو که څه هم مستقیماً جګړه کې برخه اخلي، خو دعوه کوي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت يې چې له دریو کلونو راهیسې پیل کړې، یوازې د افغان عسکرو تمویل، تجهیز او مشوره پر غاړه لري.

دغه ماموریت کې ۲۹ هېوادونه غړيتوب لري، چې سبا او بله ورځ په بروکسل کې کېدونکې غونډه کې هم د افغانستان په اړه خبرې کوي.

تر اوسه د اماراتي ځواکونو د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم په ډاګه شوې چې د هېواد په کومو ولایتونو کې به مېشت شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zadran

اماراتو عسکر خو مسلمانان دی.هر کله د دوی راشی.د مسلمانانو امنیت په نورو مسلمانانو فرض دی،دا چه زموږ امنیت لپاره دوی راځی ،الله ج د اجرونه ورکړی،

ناپيژاند

هو ! ولی نه ، امارات هم د پاکستان په شان د امریکا غلامان دی بادار خبلو غلامانو ته په افغانستان کی روزنه ورکوی د سعودی مسلمان غلام عسکر به هم راغلی وی او لا به راشی ، بادار سپین ږیری شوی او رخمی شوی دمه کوی خو دمه کی ډالر چاپوی چه هم به د کابل د ع او غ او هم به د ناتو، اماراتو او د پاڼو او رسنیو اجیرانو ته د ډالرو بهیر وغځیږی

RAZMOHAMMED KAMAWALL

this is one great&good news;for thes reason; the quantity OF the emarat arabic soulder mybe not too much,BUT FROM QUALITY THIS IS ONE BIG EFFECTIVE ACTION AGAINST THAT DRAMA WHICH ISI TELLING AFGHAN JIHAAD
NOW THE ISLAMIC FETVA FROM MALIZIA/KABUL AND THIS ISLAMIC COUNTRY DEFENSE
FROM AFGHAN GOVERNMENT.
IF A FEW ARABIC ISLAMIC COUNTRY BECOME SHARE IN AFGHAN CONFLICT
THEY ARE EFFECTIVE ON WAR .THANK YOU

اقبال

هره اسلامی او غیر اسلامی قوه چه د نړیوال کفری قوماندی او اداری لاندی زمونږ هیواد ته راځی هغه په استعماری او کفری قوه اوړی. هر هغه قوه چه د استعمار هر ډول قواوو سره جد و جهد کی دی او د هغو شیطانی قوو مقابله کوی د خپلی خاوری، خلکو او خپلواکی دفاع کوی هغوی ددی وطن رښتونی میړنی بچیان دی مهمه نه ده چه هغوی څومره مادی پیاوړتیا لری مګر معنوی پیاوړتیا یی تر اسمانو رسیږی الله ج فرمایی [[ انتم الاعلون ان کنتم مومنین تاسی بریالی یاست که مومنان یاست ]] د بریالیتوب شرط یی شمیر، روزنه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x