غزنی: د پولیسو په تشکیل کې زر تنه پولیس خیالي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷غبرګولي ۱۳۹۷ل) د غزني ولایت نوی امنیه قومندان سمونوال فریداحمد مشعل وایي، د دغه ولایت د پولیسو په تشکیل کې نژدې زر تنه خیالي پولیس ځای پرځای شوي او پیسي یې خوړلي کیږي.

نوموړی وایي دا مهال د دغه ولایت له 19 ولسوالیو نه یواځې درې ولسوالۍ ناور، جاغوري او مالستان کې نسبي امنیت شته، ولي په نورو ټولو ولسوالیو کې یا جګړې دوام لري او یا هم د مخالفینو تر ولکي لاندي دي.

مشعل زیاتوي چې د خیالي پولیسو په اړه یې پوره څیړنه کړي، په وینا یې تر اوسه د شاوخوا 1000 تنو خیالي پولیسو درک لګیدلی چې په نامه یې اعاشه اخیستله کیږي.

بلخو د کورنیو چارو وزارت د نوموړي مشعل له څرګندونو سره موافقت ندی ښودلی‎.

د یاد وزارت ویاند نجیب دانش وایي، دا مني چې په ځینو لرې پرتو سیمو کې به شتون ولري خو په دومره کچه یې نشي تأییدولی.

له بل پلوه، په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازې فاطمه نظري هم وایی چې: په پوستو کې د سرتېرو شمېر زیات ښودل کیږي؛ خو کله چې بریدونه کېږي، پولیس د کموالي له امله نشي کولای مقاومت وکړي

غزني د کابل په ګاونډ کې د کابل کندهار پر لاره پروت ولایت دی چې د هیواد د نورو نا امنو سیمو په څیر هره ورځ پر دولتي ځواکونو د طالبانو له لوري د بریدونو خبرونه ورکول کیږي ، د ولایتي شورا غړیو او پارلماني استازو له لوري یې د سقوط اندیښنې په وار وار رسنیو کې خپرې شوي.

باید وویل شي چې تر دې وړاندي هم په ځلونو د دولتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتیرو راپورنه ورکول شوي، د سیګار مشر جان سوپکو په وار وار پخپلو اسنادو کې د خیالي سرتیرو ستونزه رابرسیره کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د