ثاقب خپلواک
عشق :د مینې د خیالونو یو تفسیر دی
عشق :د حٌسن د رنګونو یو تفسیر دی
عشق :د ستړي ژوند کیسه ده نه ختمېږي
عشق :د ستړو څو اهونو یو تفسیر دی
عشق :د رمز او نیاز محبت یو ښکلی نوم دی
عشق :د پټ راز ،د رمزونو یو تفسیر دی
عشق :د ښکلې ښکلا کیف ته ویل کیږي
عشق :د ښکلو ښایستونو یو تفسیر دی
عشق :د اور لمبې ګلزار ته کړلې ورته
عشق :د واړه جنتونو یو تفسیر دی
عشق :د عشق خوږو نغمو ته وویل کیږي
عشق :د مینې د رقصونو یو تفسیر دی
عشق :سکه ورور د مسکا او د ژړا دی
عشق :د لویو فریادنو یو تفسیر دی
عشق :د متن یوسفي ، زُلیخا شرحه
عشق :د واړه کتابونو یو تفسیر دی
عشق :بیا څه دئ؟لیوني پرې عاشقان
عشق :د ډیرو ارمانونو یو تفسیر دی
عشق :ثاقبه !ستا د سترګو زاویو کې
عشق :د ورکو تصویرنو یو تفسیر دی