د پښتو او دري کتابونو پر لیکه نړۍ / د باور کتابتون په اړه لنډ معلومات

عبدالحی احمدزی

لکه څنګه چي نړی ورځ تر بلي پرمختګ کوي او اړينه ده چي ځان ورسره عیار وساتو. په تيره يوه لسيزه کي د سافټ کتابتونونو بازار ډير ګرم شو چي د هري ژبي والا خلکو غوښتل هرڅه په ډيجيټل توګه نشر کړي ترڅو د هيواد د سرحدونو وراخوا يي هم خلک استفاده کړي. پښتو ژبه چي شاوخوا ۵۰ ميليونه فعال وګړي لري يوه له ډيرو مفلسو ژبو څه ده چي په انلاين ډول تر دوو زرو هم کتابونه نلري چې تر اوسه ۱۵۰۰۰۰ ځله کتابونه تري ښکته شوي.

باور کتابتون ددي لپاره چي دا تشه ډکه کړي او خپله ژبه په علمي توګه غني کړي ترڅو يي هر وګړی اسلامی، ساينسي، علمي او نورو مختلفو برخو کتابونو ته لاسرسی ولري ددي کتابتون په جوړولو کار پيل کړ.

تراوسه مو ۱۲۰۰ کتابونه په پښتو، دری او انګليسي ژبو خپاره کړي دي او دا لړی ډيره چټکه ادامه لري ترڅو ويب سايټ له هړ اړخ څخه په کتابونو ښايسته شي

• باور کتابتون چې په نوي او پرمختللي سافټویر په مټ جوړ شوی ده او ترټولو عالي ټکنالوژي پکي کار شویده د لاندې خصوصیتونو او سهولتونو په لرلو سره ستاسو په خدمت کي ده:

• ویب سایټ په دری ژبو ده؛ یعنی پښتو، دری او انګلیسي. چي د هري ژبي اړوند کتابونه يي په خپل بخش کي په ډيره منظمه توګه ترتیب شوي.

• تر لسو پوري هغه کتابونه چي ډیر ښکته شوي وي د ويب سايټ په کور پاڼه کي ښودل کیږي.

• د لټون یا سرچ انجین يي په خورا ښه کیفیت جوړ شوی چي استعمالونکي کولای شي کتاب پکي د ليکوال، تفصیل، او یا دکتاب د نوم په داخلولو سره پیدا کړي.

• ویب سایټ مکمل ریسپانسیف ده یعني مکمل عالي فیچرز لري او سرعت يي ډیر زیات ده.

• د ایمیل په واسطه استعمالونکي کولای شي چي ځان د ويب سايټ د سهولت سره ثبت کړي ترڅو د هر نوي پورته شوي کتاب خبر او د ډانلوډ لينک د ایمیل پواسطه ترلاسه کړي.

• په هر کتاب څرګندوونه، تبصره کول، تنقید کول هم ددي ويب سايټ د ښو او غوره خدمتونو څخه یو ده.

• ويب سايټ ډیر دقیق جوړ شوی چي د کتابونو ډلبندي پکي په خورا مهارت سره جوړي شويدي . یعني د هر غټ عنوان ترلاندي بیا سب کټیګوري ورکړل شوي دي لکه د اسلامي کتابونو کټیګوري لاندي ( عقايد، تفسیر شریف، حديث شريف او فقهه)

• همدارنګه څوک چي غواړي کتاب په انلاين ډول ولولي نو کولای شي چي د کتاب د لوستلو په تکمه کليک کړي او خپله مطالعه شروع کړي.

ددي ترڅنګ که تاسو نيم ساعت زمونږ په انلاين کتابتون کي تير کړی نو ډير نوي شيان به مو پکي تر سترګو شي.

د پښتو،دری او انګليسي هغه کتابونه چي څو ټوکه وي هغوی مو د يو کتاب تر ادرس لاندي را ټول کړي يعني تفسیر کابلی چي دوه ټوکه ده نو چي کليک په وکړي دواړه ټوکه درته ښيي او اختيار ستاسو چي کوم يو ښکته کوی يا يي لولئ.

• په ټوله کي مو هدف: په پښتو ژبه کي تر لسو زرو کتابونه پورته کول او د انګليسي په برخه کي ترسلو زرو کتابونو پورته کول دي. ددي ستر هدف لپاره مو مټي بډ وهلي او لاس په کار يو.

زمونږ موخه او هدف د پوهنځيو استادان، او زده کړيالان، اکاډمیک مراکز، ، پوهنتونونه، تخنيکي او مسلکی پرسونل دي.

د ازادي مطالعې او عامه معلوماتو کتابونه هم په پراخه کچه په ویبسایټ کي ځای په ځای شوي.

• د ارټيکل يا مقالي تر سرليک لاندې مو دا سهولت هم ور اضافه کړی چی ګډونوال خپل مونوګرافونه، تحقیقی مواد او کتابونه سایټ ته پورته کړی او زمونږ د کاروان ملګري شي.

• باور کتابتون په پوره توګه د کاپی رایټ درناوی کوي؛ د لیکوالانو او خپرندویه ادارو د شخصی مالکیت حقوقو ته پوره احترام لري، هغه کتابونه چی افغانستان کی دننه خپریږی د هغی سکین او یا له اجازی پرته يي نشرول منع دي، د شکایت، ریپورټ او خبر په صورت کی به نوموړی کتاب په فوري توګه د سايټ څخه لیرې کیږي.

• که تاسې کوم نظریات، وړاندیزونه، تبصرې او نیوکې لری د مهرباني له مخي يي مونږ سره شريکي کړئ ترڅو يو موفق او د سيمي په کچه يو غوره انلاين کتابتون تري جوړ کړو.

• د باور کتابتون ټول خدمات وړيا دي او خپله ټوله هڅه د افغان شعوري او فکری لوړتیا، د فکري، تخنيکي، علمي او مسلکي کدرونو په تیارولو او روزلو کي مصرفوي.

* مونږ غیر سیاسی، غیر ګوندي او بی پري ټولنیز رضاکاران یو.

http://bawarketabtoon.com/ps/index.php

https://www.facebook.com/groups/bawarketabtoon/

https://www.facebook.com/BawarKetabtoon

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د