د کابل د علماوو د غونډې اصلي موخه …

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

وړمه ورځ په کابل ښار د لويي جرګې په خیمه کې د هیواد یو شمیر علماوو په افغانستان کې د روانې جګړې د مذهبي مشروعیت په اړه غونډه وکړه.

د غونډې په پای کې یوه پریکړه لیک ډوله فتوی صادره کړه چې په هغې کې راغلي:

(په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده او هیڅ راز شرعي جواز نه لري)

له بده مرغه چې د افغانستان په څلویښت کلنې غمیزې کې ښکیلو اړخونو د خپلو سیاسی مصلحتونو د ترلاسه کولو لپاره له مذهب څخه د ناوړې استفادې په شمول پر هیڅ هم صرفه نه ده کړې.

افغان ولس شاهد دی چې پر افغانستان د شوري یرغل په مهال چې ټول ولس د یرغل په مقابل کې ولاړ و د کابل د وخت کمونیستي رژیم د همدي ولسي مقاومت په خلاف د شؤن اسلامی په نوم مذهبي ارګان درلود چې د شورویانو ترلاس لاندې جوړشوی رژیم یې د هیواد مشروع نظام او د هغه په مقابل کې جنګیدونکي مجاهدین یې اشرار او اخوان الشیاطین بلل.

تر هغه را وروسته د فقید استاد رباني حکومت چې د واکمني ساحه یې د کابل په ښار کې له ارګه تر پل محمود خان پوري محدوده وه هم د ځینو علما وو لخوا د اهل الحل والعقد د شوری د پریکړې پر اساس د هغه په ارګ کې محصور نظام د ټول هیواد په کچه مشروع او قانوني نظام باله.

په افغانستان باندې تر امریکايي یرغل وروسته چې د بن د پریکړې له مخې د حامد کرزي په مشرۍ کومه اداره رامنځته شوه هم د مرحوم فضل هادي شینواري او ښاغلي کشاف لخوا هغه د افغانستان مشروع حکومت وبلل شو چې په ترڅ کې یې په تیرو ۱۷ کلونو کې هغه څه تر سره شول چې نه په شریعت کې د توجیه وړ دي او نه په قانون کې.

اوس چې بیا د لويي جرګې ترخیمې لاندې د علماوو په نوم کومه غونډه وشوه د کابل د هغه نظام د حمایت په تائید يي فتوی ورکړه چې هغه کم ترکمه فقط د څو ساعتونو لپاره د همدغو مفتیانو د امنیت ساتلو توان او وړتیا نه لري.

همدا راز دوي د علماوو له ادرسه له هغې خیمې څخه د جګړې د تحریم فتوی ورکړه چې له همدې خیمې څخه پر افغانستان امریکايي یرغل ته مشروعیت ورکړل شوی دی.

همدې ښاغلیو مفتیانو که واقعا د یوه مذهبي مسؤلیت پر اساس دا فتوی ورکولای باید هغه یې د لويي جرګې د خیمې په ځای د کابل عیدګاه او یا بل له دولتي حمایت نه خالي ځای څخه ورکړی وای چې کم ترکمه یې ولس ته د دوئ ظاهري ناپلویتوب ثابت کړی وای.

حقیقت خبره دا ده چې بهرنیانو په افغانستان کې د خپل شتون پر مهال د افغانانو د جنګولو او د هغوي ترمنځ د داخلي اختلافاتو راپیدا کولو ټول وسائل وکارول ، د یوه حکومت په منځ کې د حکومت غړي له نورو هغو سره وجنګول، ولسمشر یې له خپل مرستیال او وزیرانو سره وجنګاوه ، په کلیو او سیمو کې یې د اربکیانو، او پاڅونوالو په نوم افغانان یو له بل سره اخته کړل ، علماء په افغاني ټولنه کې هغه څوک دی چې ولس ورته درناوی لري او خبره یې مني.

بهرنیان غواړي په دغسي دستوري غونډو سره د افغانانو په منځ کې علماء هم بي ارزښته او له خپل ولس سره اخته کړي چې ښکاره بیلګه یې د غونډې په پای کې هغه برید دی چې له امله یې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله.

دعلماوو په نوم دغه ډول غونډې له دې پرته چې نورهم هیواد له نا امنی او بي ثباتي سره مخ کړي بل هیڅ ګټه نه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د