د‍ تاپي پروژه

لیکنه: بخت الرحمن شرافت

راځي له عشق اباده د عشق مزي ټینګوي…‌پروژه د نیکمرغیو زما هیواد ښیرازه وي.

ټاپي چې د انګریزي حروفو (T.A.P.I) مخفف ‍(اختصاردئ) چې تفصیل یې دئ د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان اوهندوستان ګډه پروژه.

دا پروژه چې دګازو یوه نل لیکه ده دترکمنستان هیواد کې د ((ګا لکینیش)) په نوم دګازو له له سترې زیرمي څخه راپیلیږی له افغانستان او پاکستان څخه تیریږي او دهندوستان هیواد د (فاضیلکا ) په ښارګوټي کې تم کیږي.

دغه نل لیکه آن په ۱۹۹۰ نولس سوه نیویمو کې خیال ‍‍(تصور سوې وه) او حتی دطالبانو دحکومت پروخت ددې نل لیکې په اړه له امارت سره موافقې ته رسیدلو او ددغې پروژې عملي کار پیل کولو په اړه دیونیکال په نوم یو امریکایې شرکت کندهار کې دفتر خلاص کړی وه او ‍ځوانانو ته یې مسلکي زدکړي ورکولې ترڅو ددغې پروژې په عملي کولوکې یې په کار وګماري.

له څنګه چې ما وړاندي ذکر کړه چې دا پروژه یو نل لیکه باندي مشتمله ده چې ددغه نل په وسیله به له ترکمنستان څخه وافغانستان،‌ پاکستان او هندوستان ته ګاز پمپوي.

دا نل (پايپ) چې ‍ټول ټال ۱۸۱۴ کیلومټره اوږدوالی او ۵۶ انچه پلنوالی لري په کال کې به (۳۳) دري دیرش ملیارده مکعب ګاز لیږدوي.

چې پنځه ملیارډه مکعبه ګاز به افغانستان ته ورکوي باقي پاتي (۲۸) اته ویشت ملیارډه مکعبه ګاز د پاکستان او هندوستان ترمنځ په دوو مساوي برخو ویشل کیږي.

له دې پروژې څخه به دافغانستان حکومت په کال کې څلور سوه او پنځوس (۴۵۰) ملیونه ډالر د محصول )حق العبور) په ډول تر لاسه کوي، دغړو هیوادونو تر منځ د حق العبور دمحصول موافقه لیک د (۲۰۱۲ زیږدیز کال) دفبروري دمیاشتې پر اتلسمه نیټه باندي لاسلیک سو.

کوم پایپ چې ددې پروژې لپاره په نظرکې نیول شوی دا به ‍ډیر قیمتي او مضبوط پایپ وي چې دهرډول نا مساعد (سوړ اوګرم موسم) سره به مقاومت کولای شي، او ددغې پروژې دبشپړیدا مصرف تر لس (۱۰) ملیارډه ډالرو پوري اټکل سوی دي.

ددې پروژې ددوام موده داوس لپاره دیرش (۳۰) کاله مقرر شوې ده،‌ خو دیرش کال وروسته ددرو سره هیوادونو په ګډه موافقه سره کولای شي ددغې پروژې دوام تمدید کړي او نوره یې دوامداره کړي.

ددغې پروژې عملي کار لا له وړاندي پیل شوی اسلامي پرمختیا یې بانک وار له مخه مبلغ ((۷۰۰)) اوه سوه ملیونه ډالره دترکمنستان حکومت ته دپور په ډول ورکړې، ترڅو دټاپي پروژې دترکمنستان برخې کې یې مصرف کړي، د ترکمنستان هیواد ددغي پروژې دترکمنستان (سیکټر) کار د (۲۰۱۵ زیږدیز) کال د دسمبر په میاشت پیل کړ او دغه نله لیکه یې د افغانستان تر پولې پوري رارسولې.

همدارنګه افغانستان هم د روان کال په دوهمه میاشت ( ۲۰۱۸ زیږدیز کال) دفبروري دمیاشتې پر ۲۴ تاریخ باندي دهرات په ښارکې دیو لړ مراسمو په ترڅ کې ددغې پروژې عملې کار رسما پیل کړ، چې تر اوسه پوري یې د دهغې سیمې چیري چې نل لیکه تیریږي،‌ سروي، د ځمکني ماینونو پاکول،‌ د ځمکې د مشخص کولو او دخاوري دمعاینه کولو کار دوام لري، چې ډیر ژر به د افغانستان په ساحه کې د مزودورانو لپاره دتم ځایونو جوړول هم پیل شي چې له وړاندي یې لا له کوم شرکت سره قرار داد لاسلیک شوی دئ.

دافغانستان په خاوره کې ددغې پروژی لویه برخه له هغو سیمو څخه تیریږي چیری چې طالبان حاکم دي،‌ ‍‍‍‍څرنګه چې دافغانستان اسلامي امارت په وار وار ویلې چې ټول افغانستان کې به له ولسي او ملي پروژو څخه په سر او مال ساتنه کوي،‌ همدارنګه ددغې پروژې ددپلي کیدو لپاره یې هم ولس ته دامنیت ډاډ ورکړی او ځیګریې ټکولی چې هیچا ته به اجازه ورنکړي ترڅو ددغې ملي او ولسي پروژې په وړاندي خنډونه ایجاد کړي.

اوس به راشو لږ به هغو پیسو ته سر ور ښکته کړو کوم چې ددغې پروژې دتکمیل لپاره اټکل سوې دي:

ددغې پروژې د تکمیل لپاره لس ملیارډه ډالر اټکل شوې دي!!!!!

هغه افغانان چې په یوه کړکه وچه ډوډئ باندي له سهاره تر ماښامه سل متره جر (خندق) باسي حیران به وې چې دغه لس میلیارډه ډالر به چیري مصرفیږي،‌ یو ملیون اوته سوه زره ګزه جر (خندق) دئ، چې ډیر مصرف غواړي نو به شل زره ډوډئ خوړلو سره سرته ورسيږي.

زما په زړه صادقه او په کار چابکه افغانه ستا خبره پرځای ده،‌خو دغه لس مليارډه ډالره یواځې دکارلپاره نه دي خاص شوې بلکې دهغو ‍ټولو وسائیلو لپاره دي کوم چې له ترکمنستان څخه و هندوستان ګاز لیږدوي.

خبر یاست!! کوم نل لیکه چې خریداري کیږي دیو مټر قیمت یې شپږ زره ډالره دئ، او ددغې نل لیکې په اوږدو کې هرو لسو کیلو مټرو باندي یو وال (VALVE) جوړیږي چې دهر وال قیمت یوسل او پنځوس زره ډالره دئ.

او همدارنګه فکر کوم چې څلور کمپریسور مرکزونه جوړیږي چې له یوه مرکز څخه به بل مرکزته ګاز پمپ کړي او دیوه کمپریسور مرکز ((COMPRESSOR STATION بیه ملیونونو ډالره دئ.

ولسه!!!!!!!!!!!

ولسه ددغې پروژې دپلي کیدو لپاره سره یو موټئ سئ پایڅې راټولي کړئ شملې مو سرونوکې وټومبئ،‌ خولې تویې کړئ، دغه پروژه چې دالله پاک له لوري خاصه تحفه ده قدریې وګړئ، ساتنه یی وګړئ ددې لپاره چې کارکونکو ته یې خنډونه ایجاد کړئ پرتندویې باندي یې ښکل کړئ.

دافغانستان جنګ ځپلې،‌دردیدلې، زخمي شوې او شړل شوې اولسه،‌ داپروژه ستاسو پروژه ده، داپروژه به ستاسو ښه راتلونکی او غوره اقتصاد تضمینوي له دې پروژې څخه چې هر کال تر څلور سوه او پنځوس (۴۵۰) ملیونه ډالره د حق العبور د محصول په ډوله اخیستل کیږي،‌ داپیسې نه د کرزي دي، نه د عبدالله او نه هم دغني او نه دافغانستان د اسلامي امارت دکوم چارواکي دي،‌داستاسو او ستاسو د راتلونکو نسلونو دي.

دا پروژه به له تورغنډئ بیا تر بولدک پوري دسیمي په زرغونولو،‌دصنعت په وده او پراخولوکې دپام وړ ونډه لري، داپروژه تاسو ته تودوخه او انرژي دواړه درکوي.

داپروژه به هغه دوه هیوادونه چې زمونږ دهیواد سیاسیون یې دافغانستان په چاروکي دلاس لرلو او دافغانستان خاوره په مستقیم او غیر مستقیم ډول یو دبل دګټو په خلاف استعمالولو کې ملامتوي دې ته اړکړي چې ددې قیمت بها پروژې دخوندیتوب په موخه دغه سیمه کي دبي ثباتئ پرځای ثبات لپاره خپلي هڅي په کار واچوي.

دغه پروژه په عمومي توګه دټولو افغانانو لپاره دښه راتلونکي زیری ورکوي،‌ البته د هغو ولایتونو دوګړو لپاره له کومو ولایتونو څخه چې دغه پروژه تیریږي، په خاصه توګه داهمیت وړ ده،‌ داپروژه به دغو ولایتونو نه یواځي داچې دسو ون ګاز ورکوي،‌ بلکي،‌ ددغي سیمي د صنعت،‌ پوهي او زراعت په وده کي‌ به ‍ډیر څه وکړي.

نو له تورغنډئ بیا تر بولدک پوري د تاپي نل لیکې په اوږدو کې پرتو درنو قومونو،‌ پام کوئ څوک پرېنږدئ ترڅو ددغې نیکمرغي پروژې د خنډ او ځنډ سبب شي.

لاسونه سره ورکړئ او ددغې پروژې په ژر پلي کولو کې د مسؤلو کسانو مرسته وکړئ، دپروژې دکار په ساحه کې یې د اړوند وسائلو ساتنه وکړئ، دکار کونکو احترام یی وکړئ خولې یې وچي کړئ او پر تندیو باندي يې ښکل کړئ، تڼاکې لاسونه یې مرهم او به ګلونویې استقبال کړئ.

دا هغه کسان دي چې نه یواځي ستاسو بلکې ستاسو د راتلونکو نسلونو لپاره د ښه راتلونکي بنسټ ږدي،‌ دغه بنسټ ټینګولو او مضبوط کولو کې یې ملا وتړئ،‌ پرینږدئ چې کوم حسود او ضنین دښمن ددغې سترې پروژې په وړاندي خنډونه ایجاد کړي.

والسلام

د سولیز،‌ازاد او پرمختللي‌ افغانستان په هیله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د