موچي د وهلو دی

عبدالباري جهاني

دوه یاران سره ملګري له کلونو
پېژندل یې کورنیو له عمرونو

یو د بل په کور کي تل به مېلمانه وه
په مجلس نه مړېدل سره خواږه وه

یو په ښار کي اوسېدی بل په صحرا کي
شپې یې ډېري تېرېدې په مېلمستیا کي

یوه ورځ صحرايي راغی پر خبرو
چي لاسونه ماتوم د زورورو

که دښمن لرې په ښار کي راته وایه
په توبو یې راولمه ستا تر ځایه

چي ژوندی وي د سړي غوندي به ښوري
چي تا ویني همېشه به کښته ګوري

بازاري ویل قصاب دی زموږ په ښار کي
بې دلیله مي د ښمن دی په بازار کي

چي پر سمه لاره ځم راته قهرېږي
څه مطلب لري سړی نه په پوهېږي

په ټول ښار کي مي دښمن دا یو قصاب دی
زما ژوندون د ده له لاسه په عذاب دی

بله ورځ چي صحرايي راغی بازار ته
له خپل یار سره روان سو دوکاندار ته

چي یې وکتل قصاب نه وو بلا وه
رنګ په وینو سره چاړه یې هم تر ملا وه

سترګي سرې غټه سینه ببر برېتونه
لکه ښاخ د زاړه توت غټ مړوندونه

صحرايي چي ورته وکتل حیران سو
هر څه لاپي چي یې کړي وې پښېمان سو

وارخطا ژبه یې وچه سوه په خوله کي
تر پښو لاندي قرار نه ورکاوه مځکي

هسي نه چي د قصاب جوړه پلمه سي
عزراییل به یې پر کور باندي مېلمه سي

د قصاب څنګ ته موچي په کار لګیا وو
سر یې کښته ځړولی وو تنها وو

هم خوارځواکی هم ناروغه هم نېستمن وو
لا یې ځای نه وو معلوم د کوم وطن وو

صحرايي ویل موچي درته وهمه
هم یې زامه هم یې پزه ماتومه

چي پر لاري برابر سي او سړی سي
هسي نه چي ستا په لاره کي اغزی سي

بازاري ویل راځه چي ځو ترکوره
د قصاب له سترګو بلي خواته ګوره

په قصاب چي دي وس نه رسېږي وروره
موچي ولي خبروې له خپله زوره

هم غریب دی هم رنځور دی هم ډنګر دی
پر ملا کړوپ دی ستا له زور څخه خبر دی

که موچي غریب سي مړ قصاب ژوندی وي
هغه زه یم هغه ښار هغه به دی وي

چي پر خره زورور نه یې پهلوانه
په لغتو مه څیره د خره پالانه

دا کیسه موږ ته را پاته له پېړیو
خو لا نن هم دی رواج د اوسنیو

زورور له زورور څخه ډارېږي
د کمزورو کنډوالې دي چي نړېږي.

د ۲۰۱۸م، د مې ۳۱مه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د