شخصیتونه

سید أبوالأعلی مودودي د عدل په تله / څلورمه برخه

احمدمدثر دلسوز

اوس راځم هغه اعتراضونه ذکر کوم کوم چي پر علامه مودودي صاحب باندي وارد سوي دي او بیا ورته د هغه له خولې ځواب وایم :

لومړی اعتراض : د علامه مودودي صاحب پر عامو صحابه کرامو رضی الله عنهم باندي اعتراضونه سته؟ (اختلاف امت اور صراط مستقیم، ادیان باطله اور صراط مستقیم).

د لومړۍ نیوکي ځواب : علامه مودودي صاحب پخپل کتاب خلافت او ملوکیت کي د صحابه کرامو رضی الله عنهم او د (الصحابة کلهم عدول) په اړه داسي وايي : (( موږ د صحابه کرامو رضی الله عنهم یادونه پرته له ښېګڼو په بل هیڅ ډول نه کوو. په عقیدة الطحاویة کي ددې نور تفصیل داسي راغلی دی : موږ د رسول الله ﷺ ټول اصحاب رضی الله عنهم یو ډول محبوب ګڼو د هغوی ترمېنځ د هیڅ یوه په محبت کي د حد څخه نه تیریږو او نه د چا د څخه بېزاري اعلانوو، د هغو سره کینه او بغض لرونکي او یا په بدۍ سره د هغوی نوم اخیستونکي هم نه خوښوو او د هغوی یادونه د نېکۍ پرته په بله توګه نه کوو – شرح العقیدة الطحاویة لابن ابی العز الحنفي ص ۳۹۸).

که څه هم د صحابه و ترمنځ د کورنیو نښتو په هکله امام ابوحنیفة رحمه الله د خپل نظر څرګندولو څخه دریغ ندی کړی او هغه په څرګنده توګه دا ویلي دي چي : له حضرت علي رضی الله عنه سره چي د چا جنګ او یا جګړه سوې (ښکاره ده چي په دي کي د جمل او صفین ټول ګډون کوونکي شامل دي) نو د هغوی په مقابله کي حضرت علی رضی الله عنه ډېر پر حق و، خو امام صاحب د هغه بل لوري د ملامتولو او مطعون کولو څخه په کلکه ډډه کړې.

(۱- المکي ، ۲ ټوک، ۲- الکردري، ۲ ټوک. همدارنګه حافظ ابن الحجر عسقلاني رحمه الله په الأصابه في تمییز الصحابة ۲ ټوک کي همداسي ذکر کړیدي).

د الصحابة کلهم عدول سم مطلب : د صحابه کرامو رضی الله عنهم په هکله زه هم هماغسي عقیده لرم لکه څنګه چي یې نور عام محدثین، فقهاء او د امت د علماو عقیده ده چي کلهم عدول ښکاره ده چي موږ ته ددین رسولو ذریعه هماغوی دي کچیري د هغوی په عدالت کي لږ څه شک هم راپیداسي نو دین به شکمن سي، لیکن زه الصحابة کلهم عدول (صحابه رضی الله عنهم ټول ريښتوني دي) څخه دا مطلب نه اخلم چي ټول صحابه رضی الله عنهم د خطا څخه خالي ؤ او د هغوی څخه هر یو د بشري کمزوریو څخه پورته و او د هغې څخه یو یې هم هیڅکله هم غلطي نده کړې بلکه زه ددې څخه دا مطلب اخلم چي د رسول الله ﷺ څخه د روایت کولو او یا د هغه لوري ته د کومي خبري منسوب کولو کي هیڅ صحابي هیڅکله هم د ریښتیا څخه تجاوز نه دی کړی، که چیري لومړی مطلب واخیستل سي نو یوازي تاریخ نه بلکه د حدیثو مستند او قوي روایات هم د هغې د تائید نه کوي او که دغه دویم مطلب ترې واخیستل سي نو دا په غوڅه توګه ثابتیږي چي د هغوی پرخلاف هیچا د کومي باوري سرچینې څخه کوم ثبوت نه دی وړاندي کړی، ان تر دي چي د صحابه رضی الله عنهم تر خپل منځي شخړو پوري ، په داسي حال کي چي د هغوی ترمېنځ ډیري ویني توی سوې ، خو هیڅکله هم یوې ډلي کوم حدیث د خپل مقصد لپاره چي د خپله ځانه یې جوړ کړی وي او رسول الله ﷺ ته یې منسوب کړی وي ندی ویلی، او نه یې کوم حدیث په دې خاطر درواغ ګڼلی چي هغه د هغوی د ګټو پر خلاف واقع کیږي په دې خاطر د صحابه و رضی الله عنهم د مشاجراتو د بحث او څېړني په وخت کي داسي فکري اندېښنې باید راونه ټوکیږي چي کچیري د یوه کس پر حق کېدل او یا د بل کوم وګړي پر غلطۍ کېدل ومنل سي نو د هغي څخه به دین په خطر کي ولویږي، موږ د استثناء پرته ټول صحابه رضی الله عنهم د رسول الله ﷺ څخه د روایت په معامله کي غوڅ باوري مومو او د هر یوه روایت د سر په سترګو منو.

د صحابه رضی الله عنهم عدالت که په دې معنا واخیستل سي چي ټول صحابه د رسول الله ﷺ پوره وفاداره ؤ او هغوی ټولو ته دا احساس و چي امت د حضرت نبي کریم ﷺ د لارښوونو او سنتو د رسولو د مسئولیت دروند بار د هغوی په غاړو دی په دې خاطر د هغوی د ډلي څخه یې هیڅ یوه هم هیڅکله هم کوم غلطه خبره د رسول الله ﷺ په لور نده منسوبه کړې نو د الصحابة کلهم عدول د غه تعبیر پرته له استثناء څخه په ټولو صحابه ؤ رضی الله عنهم باندي صادقیږي، خو که ددې دا تعبیر وکړای سي چي بلا استثناء ټول صحابه د خپل ژوندون په ټولو معاملاتو او کړووړو کي د عدالت په صفت پوره پوره متصف وه او د هغوی د ډلي څخه د یوه څخه هم د عدالت منافي کوم کار ندی صادر سوی نو دا خبره پر هغو ټولو باندي نه رښتیا کیږي بې له شکه چي دهغوی ډېر زیات د ډیرو سترو مقامونو خاوندان ؤ خو ددې څخه هم سترګي نه شي پټېداي چي د هغوی ترمېنځ یو لږشمېر داسي هم و چي ترې د عدالت منافي کارونه هم سوي دي، په دې خاطر د (الصحابة کلهم عدول) دغه دویم تعبیر د یوې کلیې په توګه نسي بیانېدای خو د هغې د کلیې د نه کېدو څخه دا نه لازمیږي چي د حدیث د روایت په معامله کي دي هم د هغوی څخه یو څوک ناباوره وي ځکه چي ددې وینا لومړنی تعبیر بې له شکه چي د کلیې حیثیت لري او د هغې پر خلاف کله هم هیڅ شی نه دی ترلاسه سوی.

دلته دا پوښتنه راپیداکیږي چي ایا که چیري د کوم وګړي څخه د عدالت پر خلاف کوم کار ترسره سي نو د هغې پایلي داسي کېدای سي چي د هغه څخه د روایت صفت په مکمله توګه منتفي سي او موږ له یوه سره د هغه عدل کېدل هم نفي کړو او هغه د حدیثو په روایت کي بې باوره وګڼو؟ زما ځواب دادی چي د یوه وګړي په یوه یا څو معاملاتو کي د عدالت منافي کار کولو څخه دا نه لازمیږي چي د هغه د عدالت په مکمله توګه نفي کړل سي، او هغه ته د عادل پر ځاي فاسق وویل سي، پداسي حال کي چي د هغه په ژوند کي په مجموعي توګه عدالت موندل کیږي، د ماعز اسلمي رضی الله عنه څخه د زنا په څېر سخته ګناه وسوه، دا بلکل د عدالت منافي کار ، خو هغه په وینا او عمل دواړو سره توبه وکړه، هغوی په حقه سره توبه کړې وه پخپله یې خپل ځان د سزا لپاره رامخته کړ او حد پرې جاري سو اوس دا چي هغه د عدالت یو منافي کار کړی دی په دې کار د هغه عدالت نه منتفي کیږي لکه چي محدثنیو د هغه حدیث منلی دی.

ددې مثال څخه ددې خبري ځواب هم ترلاسه کیږي چي کله الله ﷻ هغه وبخښه نو ایا د هغه دغه بخښنه دي بیان نه کړل سي . د سید ماعز په بخښنه کي هیڅ ډول شک نه سي کېدای، هغه داسي توبه وکړه چي په دنیا کي کمو خلګو ته ترلاسه کېدای سي، رسول الله ﷺ پخپله د هغه د مغفرت څرګندونه وکړه، مګر ایا دغه پېښه چي د هغه څخه د زنا عمل وکړی سو، بیانول منع دي؟ خو دغه ډول پیښي هسي د مشغلې په توګه بیانول په یقین سره چي ډېر بد کار دی خو په کوم ځایو کي چي د هغه د بیانولو اړتیا لیدل کیږي، نو هلته د پیښي تر حده پوري د هغه په بیانولو کي د علم خاوندانو دریغ نه دی کړی او اوس پرې هم د اجتناب کولو حکم نسي کېدای، البته دداسي پیښو په بیانولو کي داسي احتیاط کولو ته اړتیا ده چي خبره یوازي د پیښي تر بیان پوري محدوده وساتل سي، او د کوم صحابي رضی الله عنه مجموعي حیثیت ترې زیانمن نسي، ما همدغه احتیاط تر خپل امکاني حده پوري په نظر کی نیولی کچیري د هغه څخه په کوم ځای کي تېری سوي وي نو ما پرې خبر کړی نو زه به ان شاءالله هغه سمدستي اصلاح کړم. (خلافت اور ملوکیت کتاب کي یې همدا خبري ذکر کړي).

ځیني وګړي په دې هکله یوه ځانګړې قاعده وړاندي کوي او وائي چي موږ د صحابه رضی الله عنهم په هکله هماغه روایات منو چي د هغوی د شان سره مطابق وي، اوهغه خبره رد وو چي د هغه په واسطه پر هغوی باندي نیوکه کیږي. که څه هم هغه خبره په کوم صحیح حدیث کي هم راغلې وي خو زه نه پوهېږم چي د محدثینو، مفسرینو او فقهاوو څخه کوم یوه داقاعده بیان کړېده او کوم محدث، مفسر یافقیه دی چي کله یې هم ددې کلیې پیروي یې کړې ده؟- آیا د حضرت رسول الله ﷺ د ایلاء او تخییر پېښه په حدیثو، فقه او تفسیر کي نه ده بیان سوې؟ حال دا چي د هغې په واسطه په امهات المؤمنین باندي دا الزام واردیږي چي هغوی د نفقې په سبب حضرت ﷺ تنګ کړی وو، ایا د افک واقعه کي د ځینو صحابه ؤ برخه اخیستل او ملوث کېدل او پر هغوی باندي د قذف حد جاري کېدلو پېښه په هغه کي نده بیان سوې؟ ایا د ماعز اسلمي او دغامدیی رضی الله عنهما پیښي په کتابونو کي نه دي بیان سوي؟ حال دا چي د صحابیت شرف دغه دواړو ته ور په برخه سوی ، خو دغه له خپله ځانه جوړ سوي قاعدې په اساس باید محدثین ټول هغه روایات رد کړي وای په کومو کي چي د کوم صحابي یا صحابیې څخه د زنا په څېر د سخت عمل د صادرېدو یادونه سوې وي، بیا نو که چیري په رښتیا سره دا یوه منل سوې قاعده وي نو حضرت عمر رضی الله عنه په حضرت مغیره بن شعبه باندي د زنا د الزام د لګېدو په وخت کي چي کوم شاهدان راغوښتي ؤ نو هغه هم ددې قاعدې څخه خلاف ورزي کړې ده، ځکه چي ددې قاعدې لمخي د یوه صحابي لوري ته دداسي فعل نسبت کول باید بلکل ونه منل سي، څه لا دا چي د هغه پر خلاف شاهدي وغوښتل سي بلکی په خپله هغه وګړي هم چي نن دغه کلیه قاعده را وړاندي کوي د دې پوره پابندي نه کوي، کچیري رښتیا هم هغوی دا منلای نو هغوی ته دا ویل په کار و چي د جمل او صفین جنګونه د سره پېښ سوی نه دي ځکه چي د صحابه ؤ رضی الله عنهم شان ددې څخه باید ډېر پورته وي، چي هغوی دي یو دبل په مقابل کي توري راوکاږي او د هغوی په لاسو دي د یو شمېر مؤمنینو ویني وبهیږي.

د غلطۍ په کېدلو سره د هغوی په لوړتیا کي کوم فرق نه راځي، حقیقت دادی چي صحابه رضی الله عنهم د نبي ﷺ څخه پرته ټول انسانان غیر معصوم نه دي، ځکه چي معصومیت یوازي د أنبیاؤ لپاره دی، له نبي پرته په نورو انسانانو کي هیڅ وګړي په دې نه لوییږي چي د هغه څخه کومه غلطي کېدل محال وي، یا هغه عملا کومه غلطي نده کړې، بلکه هغه په دې معنی د ستر شخصیت خاوند وي چي د علم او عمل له اړخه د هغه په ژوند کي خیر غالب وي، بیا نو څومره چي په چا کي د خیر غلبه ډېره وي نو هغه هماغومره لوی او ستر دی او د هغه په یوه کار یا ځینو کارونو په غلطېدو سره د هغه په ستروالي کي کوم فرق نه راځي.

ځیني خلګ دا فکر کوي چي ستر شخصیتونه هیڅکله هم هغوی غلطي نه کوي، او څوک چي غلطي وکړي نو هغه ستر ندی، خو زه دا وایم چي د غلطۍ په کولو سره د هغه شخص په بزرګۍ او احترام کي هیڅ توپیر او کمښت نه راځي.

مولانا مودودي صاحب بل ځاي داسي وايي : په صحابه ؤ رضی الله عنهم کي د مراتبو فرق: د حدیثو او سیرت د کتابونو د لوستلو څخه وروسته زه د صحابه ؤ رضی الله عنهم په هکله دې نتیجې ته رسېږم چي هغوی د صحابیت په شرف کي یو شان وه، مګر د علم و فضل او د حضرت نبي کریم ﷺ څخه د فیض په ترلاسه کولو کي او د هغه د خبرو او تعلیم څخه د ګټي اخیستو په معامله کي د هغوی په مراتبو کي فرق سته، په هر صورت هغه یوه انساني ټولنه وه چي د نبوت شمع په کي رڼا سوې وه، د دې ټولني ټولو انسانانو ددغه رڼا څخه نه یو شان ګټه پورته کړې وه او نه هر یوه ته د هغې د ګټي د پورته کولو مواقع د نورو سره برابر وه. ددې ترڅنګ د هر یوه طبیت جدا او ځانګړی ؤ، مزاج کي یې توپیر ؤ.

د صحابه ؤ رضی الله عنهم په اړه باید هرڅه په ریښتیني توګه بیان کړل سي، معتبر روایات غوره کړل سي او د هغوی ښېګڼي بیان کړل سي. (خلافت او ملوکیت ۳۳۰)

نور بیا ….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلام حضرت

اسلام یو فطری دین دی، د نورو ادیانو سره ئې د تمائز وجه همدا فطری والی دی. اسلام تر نانو تکنولوژی لا هم په هره برخه کی دقیق او حساس دی. په اسلام کی د حق او باطل سرحد همدا یو سرحد دی، ددې سرحد او پولو ساحه فقط او فقط د ” وحی” لخوا څارل شویده څارل کیږی او وبه څارل شی، ددې سرحد سپاهیان هغه څوک دی چه فقط د اغا رسول اللّه سره فکری او عقیدتی او علمی او لدونی او خونی او معنوی پیوند لری. عجبا!!! موږ په ورځنیو چارو کی خپل اولاد تر بل هر… نور لوستل »

غوربندي

هلکه لکه چې د شیعه ګانو کتابونه دې هم لوستي او یا به احتمالا د قندهار له شیعه ګانو څخه یاستی (په قوم یا مذهب یا دواړو کې)

دا کوم درود چې تاسو غیر رسمي بللی تحریف کړی مو دی او د ” آل ” توری مو ترې غورځولی تر څو خپل منتر توجیه کړی.

غلام حضرت

غوربندی صاحب! بلی.
آل او اصحاب په یوه ترازو کی نه ځائیږی.
دا بحث ستا تر سوئې جګ دی.
کوم بل څوک رامنځته کړه.
بلی زه کندهاری شیعه یم، قوم می هم غیر پښتون دی یعنی هزاره دی نو څه غواړې وکې؟

غوربندي

غلام حضرت صاحب

د سیدنا محمد صلی الله علیه و اله و اصحبه و سلم “مبارک ال” ماته د یوې او “اصحاب کرام” د بلې سترګې حیثیت لري.

زه پوهیژم چې تاسو د صحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم اجمعین په حق کې ګستاخي کوی تر څو د خلکو/لوستونکو په اذهانو کې شکوک راوټوکوی.

ستاسو سره د بحث تابیا ځکه نلرم چې څومخي رامالومیژی او په نیت او هدف مو هم شکمن یم مګر دا چې د ګډو وډو سیاسي او مذهبي مواقفو سپیناوی مو وکړی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx