د الهي محبت حقيقت

ابو المنظور «عطشان»

يقينًا چي ځيني بندګان د الهي ميني او محبت څښتنان وي او د مرحومه امت تر منځ په دې کي هيڅ اختلاف نه سته او پر دې باندي قرآن ناطق دی؛ لکه دا کريمه آيت:

«وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ…»- (البقرة: ۱۶۵).

همدا ډول دا آيت:

«يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ…»- (المائدة: ۵۴).

همدا ډول په اخبارو کي راغلي دي:

«رُوِيَ أَنَّ إِبْرَاهِيْم -عَلَيْهِ السَّلَام- قَال لِمَلَكِ الْمَوْت -عَلَيْهِ السَّلَام- وَقَدْ جَاءَهُ لِقَبْضِ رُوْحِهِ: هَلْ رَأَيْتَ خَلِيلًا يميت خَلِيلِهِ؟ فَأَوْحَى اللَّهُ تَعَالَى إِلَيْه: هَلْ رَأَيْتَ خَلِيلًا يَكْرَه لِقَاءِ خَلِيْلِه؟ فَقَالَ: يَا مَلَك الْمَوَت الآن فَاقْبِض».

ژباړه: روايت دی چي ملک الموت ابراهيم -عليه السلام- ته د هغه د روح اخيستلو په موخه راغلی، ابراهيم -عليه السلام- ورته وويل: ”ايا تا يو دوست ليدلی وي چي خپل دوست وژني؟“ نو الله -جل جلاله- وحي ورته وکړې چي: ”ايا تا يو دوست ليدلی وي چي د دوست له ملاقات څخه بد وړي؟“ د دې خبري په اورېدلو سره ابراهيم -عليه السلام- ملک الموت ته وويل: ”اوس مي نو روح واخله“.

همدا ډول يو اعرابي شخص جناب نبي کريم -صلی الله عليه وسلم- ته راغلی او ورته ويې ويل: ”يا رسول الله! قيامت کله دی؟“ هغه -صلی الله عليه وسلم- ورته وويل: ”څه دي ورته چمتو کړي دي؟“ اعرابي وويل: ”ډېر لمونځونه او روژې مي نه دي کړي، يوازي همدا چي له الله -جل جلاله- او د هغه له رسول سره مينه لرم“ رسول الله -صلی الله عليه وسلم- وويل: «المرء مع من أحب»- ياني څوک به له هغه چا سره وي چي مينه ورسره لري.

روايت دی چي عيسی -عليه السلام- درې کسان وليدل چي ډېر کمځواکي او څېرې يې ژړي سوي وې، عيسی -عليه السلام- ورته وويل چي ولي مو په بل ډول څېرو وينم؟ هغوی وويل چي د جهنم له بېري دا ډول سوي يو. عيسی -عليه السلام- وويل چي ثابته ده چي الله -جل جلاله- بېرېدونکو ته امن ورکوي. عيسی -صلی الله عليه وسلم- له هغوی څخه تېر سو، پر لاره يې درې نور خلګ وليدل چي تر مخکنيو ډېر زيات خوارځواکۍ ځپلي وه، له هغوی څخه يې وپوښتل چي څه شي دې حال ته رارسولي دي؟ هغوی وويل چي د جنت له زيات شوق څخه له دې حال سره مخامخ يو. عيسی -عليه السلام- وويل چي ثابته ده چي الله -جل جلاله- به ستاسي هيله درپوره کوي. عيسی -عليه السلام- همداسي تګ ته ادامه ورکړه، چي په لار کي يې يوه بل درې کسيزه ډله وليده، دا کسان بيا تر هغه نورو ډېر زيات کمزوري او خوارځواکي ښکارېدل، ګويا مخونه او څېرې يې د نور هينداري وې. عيسی -عليه السلام- ځني وپوښتل چي دې درجې او مقام ته څه ډول ورسېدلاست؟ هغوی وويل چي دې مقام ته د الهي ميني او محبت په مټ ورسېدلو. نو عيسی -عليه السلام- ورته وويل چي د قيامت په ورځ به تاسي الله -جل جلاله- ته له ډېرو نيژدې کسانو څخه ياست.

له پورتنيو ټولو نقلي دليلونو څخه ثابته سوه چي الهي محبت يو په ثبوت رسېدلی حقيقت دی، خو دې مقام ته چي څوک نه وي رسېدلی، تر ډېره پوري يې اندازه نه ورته مالومېږي. همدا لامل دی چي جهمور علماء او ډېر متکلمين وايي چي الهي محبت منو، خو نه له الهي ذات سره، ځکه چي محبت او مينه يوه اراده او قصد دی چي تر کېدونکو او شوني شيانو پوري قرار نيسي، نو ناشونې او نا ممکنه ده چي د يو چا محبت دي د الله -جل جلاله- په ذات يا صفت پوري قرار ونيسي، په دې بناء دوی وايي:

«نحب الله. فمعناه: نحب طاعة الله وخدمته أو نحب ثوابه واحسانه»- ياني موږ له الله -جل جلاله- سره محبت لرو. مطلب يې دا دی چي موږ د الله -جل جلاله- له طاعت او خدمت او يا د هغه -جل جلاله- له ثواب او احسان سره محبت لرو.

خو د الله -جل جلاله- عارفان وايي چي ځيني بندګان له الله -جل جلاله- سره ذاتي محبت لري. له ثواب او خدمت سره يې مينه لرل، ټيټه درجه ده.

د الهي معرفت څښتنان له الهي ذات سره د ميني په اړه دا استدلال وړاندي کوي چي: موږ دې حقيقت ته رسېدلي يو چي له لذت او کمال سره په خپل ذات کي مينه کول کېږي، د لذت او مزې په اړه به ووايو چي که موږ ته وويل سي چي تاسي ولي کار کوئ؟ موږ ورته وايو چي تر څو شتمني ترلاسه کړو. او که وويل سي چي ولي د شتمنيو د ترلاسه کولو هڅي کوئ؟ موږ ورته وايو چي تر څو خوراک او څيښاک پيدا کړو. او که راته وويل سي چي ولي د خوراکي او څيښاکي توکو د ترلاسه کولو هڅه کوئ؟ ورته وايو چي تر څو لذت او مزه ځني واخلو او له ځان څخه زيان او درد په ليري کړو. او که راته وويل سي چي ولي د لذت او خوند د ترلاسه کولو هڅه کوئ او درد او زيان بد ګڼئ؟ ورته وايو چي دا خبره لامل نه لري؛ ځکه که چېري د هر شي د لامل لټون وسي او هر شی د بل شي لامل او علت وګرځي، نو تسلسُل او دَوَر لازمېږي او دا دواړه ناشوني دي. په پای کي هيڅ چاره نه سته چي هغه څه ته به رسېږو چي په خپل ذات کي مطلوب وي. نو څه وخت چي دا خبره ثابته او کره سوه، نو موږ پوه سوو چي لذت او خوند په خپل ځان کي يو مطلب او هدف دی، بايد ترلاسه سي او درد دفعه کول په خپل ځان کي يو ستر هدف دی، بايد ځانساتنه ځني وسي.

د کمال په ارتباط به ووايو چي يقينًا موږ له انبياء او اولياؤ سره مينه لرو او يوازينی هغه شی چي زموږ مينه يې د دوی لپاره راپارولې ده، دا دی چي دوی د کمال څښتنان دي. څه وخت چي موږ د جرأت لرونکو کسانو کيسې واورو؛ لکه رستم او اسفنديار. نو زموږ زړونه د هغوی پر لوري شوقمن وګرځي، نو د هغوی د تعظيم او درناوي په موخه د ډېرو پيسو مصرفولو ته اماده کېږو، آن تر دې چي له روحاني بهران سره مخ کېږو.

لذت په خپل ذات کي محبوب ګڼل د کمال له ذاتي محبت سره ټکر نه لري.

څه وخت چي دا ثابته سوه، نو موږ وايو هغه کسان چي د الله -جل جلاله- له محبت څخه يې د طاعت او ثواب محبت اخيستی دی، دا هغه کسان دي چي يوازي دا ورته مالومه ده چي لذت په خپل ځان کي محبوب دی، خو په دې نه دي خبر چي کمال هم په خپل ذات کي محبوب دی؛ خو کوم چي د معرفت څښتنان دي، هغوی وايي چي الله -جل جلاله- په خپل ذات او د ذات له وجي محبوب دی او هغوی ته په ډاګه سوې ده چي کمال په خپل ذات کي محبوب دی، ځکه دا خبره تر لمر روښانه ده چي الله -جل جلاله- په کمال لرونکو کي بشپړ او پوره د کمال څښتن دی، ځکه چي د واجب الوجود والي په صفت سره له ټولو څخه مستغني دی او هر شی له همده -جل جلاله- څخه کمال ترلاسه کوي او دی -جل جلاله- په خپل قدرت او علم کي ډېر کمال لرونکی دی.

دا چي موږ له يو عالم سره مينه لرو، ځکه هغه په علم کي کمال لري، يا دا چي له يو جرأت لرونکی کس سره مينه لرو، ځکه هغه په جرأت او شجاعت کي کمال لري، يا دا چي له يوه پرهېزګاره شخص سره مينه لرو، ځکه هغه په تقوا او پرهېزګارۍ کي کمال لري، نو څنګه به له الله -جل جلاله- سره مينه او محبت نه لرو، چي ټول علمونه د هغه -جل جلاله- د علم په وړاندي داسي دي لکه هيڅ او ټول قدرتونه د هغه -جل جلاله- د قدرت او ځواک په وړاندي هيڅ دي او همدا ډول د سپېڅلتيا چي څه اړخونه دي، ټول د هغه -جل جلاله- د سپېڅلتيا په وړاندي له هيڅ سره مساوي دي؛ نو يقينًا ويلای سو چي هغه -جل جلاله- په حقه سره محبوب دی او د هغه -جل جلاله- ذات او د ذات له وجي محبوب دی، برابره خبره ده که څوک محبت ورسره لري يا يې نه ورسره لري.

کله چي ته په دې نکته پوه سوې، نو موږ وايو چي بنده د پيل په حال کي د الله -جل جلاله- په کمالاتو علم نه سي راوستلای، تر څو په مخلوقاتو کي تَفَکُر ونه کړي.

هر هغه څوک چي د الله -جل جلاله- د حکمت او قدرت پر دقائقو يې علم بشپړ وي، همدا ډول يې د الله -جل جلاله- پر کمالاتو هم علم بشپړ وي، نو مينه او محبت يې هم له الله -جل جلاله- سره بشپړ او پوره وي؛ ښکاره خبره ده چي د الله -جل جلاله- د حکمت او قدرت دقائقو ته پای نه سته، نو له الله -جل جلاله- سره محبت هم پای نه لري. ياني د حکمت دقائقي (باريکۍ) بې پايانه درجې لري، نو د الله -جل جلاله- له کمال او لوی والي سره د بندګانو محبت هم ناپايانه درجې لري.

وروسته دلته يو بل حالت منځ ته راځي، هغه دا چي هر کله چي بنده د الله -جل جلاله- د حکمت په دقائقو کي څېړنه زياته کړي، په همدې کچه د الله -جل جلاله- په محبت کي ترقي ترلاسه کوي، کله چي د حکمت د باريکيو په اړه د بنده څېړنه بيا هم ډېرېږي، دا پر زړه باندي د الهي محبت د برلاسي والي او غلبې لامل جوړېږي او نور هم په همدې الهي محبت کي ژورو ته لوېږي؛ لکه له لوړي څخه چي د اوبو څاڅکي پر سختي ډبري باندي لوېږي، د وخت په تېرېدو سره د څاڅکو له نرموالي سره-سره بيا هم پر همدې سختي ډبري اغېز کوي او يو ډب پکښي جوړوي؛ همدا ډول کله چي الهي محبت زړه ته ورسېږي، هرو مرو په زړه کي يو کيفيت پرېږدي او زړه له هغه کيفيت څخه يو حال ترلاسه کوي او له همدې کيفيت سره ډېر زيات الفت ترلاسه کوي؛ هر کله چي دا کيفيت ځواکمن ګرځېږي، نو له غير الله څخه يې نفرت ډېرېږي، ځکه د غير الله په اړه فکر کول يې د خپل محبوب له فکره څخه راګرځوي او هر هغه شی چي د محبوب له حضور څخه خنډ جوړېږي، دی بد ځني وړي؛ بالآخيره له غير الله څخه دا مخ اړول هغه اندازې ته ورسېږي چي له غير الله څخه فاني سي. نو دا زړه په قدسي انوارو سره روښانه وګرځېږي، د ځلا په عظمت لرونکي نړۍ سره ځلاند وګرځېږي، د فاني نړۍ له اړيکو او ارتباتاطو څخه فناء وګرځېږي؛ دا مقام ډېر ستر مقام ګڼل سوی دی، په دې عَالم کي ښه مثال د زيات عشق او محبت به دا وي: تاسي به ليدلي وي هغه سوداګر او کاروباري کسان چي د شتمنيو ډېره زيات مينه لري، د شتمنيو د ترلاسه کولو پر مهال خپله لوږه، خوراک او څيښاک هېروي او د شتمنيو په حاصلولو کي ډوب او مستغرق وي، هر څه يې هېر وي، نو دا چي په خسيس مقام کي پر چا دا ډول حال راځي، نو د الله -جل جلاله- د جلال او جمال د ميني به څه حال وي؟.

(تفسير الرازي: ۴ ج / ۱۸۵ ص).

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمدنعیم سادات
میلمه
محمدنعیم سادات

محترم عبدالله صاحب ، ایا محبوب چاته وایی [چی له ماڅخه وبیریږه ] ؟ محبوب حتماً وایی چی زما سره مینه وکړه . او انبیاوو ع سره ځان مقایسه کول غلطه خبره ده . هسی خو موسی ع هم کلام الله وو نو ایا موږ هم د الله ج سره غږیدی شو . له الله ج څخه بیره پکار ده . الله ج په قران کریم کښی په کراتو فرمایی چی له ما څخه وبیریږی . مطلب وصال نشته قیامت به کیږی . قیامت زموږ د عقیدی یوه برخه ده او پر قیامت د عقیدی پرته د مسلمان عقیده ناقصه… نور لوستل »